تاند- اسلامي جمعیت ګوند وايي، حکومت ورڅخه غوښتي چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور پر سر د حکومت او جمعیت ترمنځ د لانجې د سوله ییز حل لپاره خبرې وکړي.
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور لا هم حاضر نه دی چې د ولسمشر امر ومني.
ولسمشر غني تېره اوونۍ د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا ومنله او پر ځای یې انجنیر محمد داوود وټاکه. خو نور وايي چې د ده استعفا پخوانۍ ده او یو لړ شرطونه ورسره غوټه ول.
نور همداراز وايي چې د مرکزي حکومت له لوري د بلخ د والي په توګه انجنیر محمد داوود نه مني او لا هم ځان د بلخ والي ګڼي.
د اسلامي جمعیت ګوند سرچینې وايي، ښايي راتلونکې اوونۍ د حکومت او جمعیت ترمنځ د لانجې د حل کولو لپاره خبرې پیل شي.
د جمعیت ګوند یو ویاند ذبیح فطرت وايي، دوی اجرايي ریيس عبدالله عبدالله په رسمیت نه پېژني او یوازې له ارګ سره خبرې کوي.
«په طبیعي ډول زموږ د خبرو لوری د ولسمشرۍ ماڼۍ ده، ارګ په دې برخه کې ځینې غوښتنې کړي دي.»
له بلې خوا د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود وايي«اصلي ستونزه د بلخ او مرکزي حکومت ترمنځ دی، له بده مرغه ځینې کسان نورې مسلې مطرح کوي او له جمعیت ګوند او شحصي اجنډاوو سره یې تړي.»
داسې ښکاري چې جمعیت ګوند په دې مسله کې یوه خوله نه دی.
د تتظیمونو او ډلګیو انحصار ماتول یو ملی او اسلامی کار او جهاد دی، بیا هغه مفسدین چی کله نیول کیږی نو بیا جهاد ،تنظیم ،سمت او ژبی ته پناه وړی حال دا چی ددی په نامه جهادیانو شر ډیر لوی وی له خیر څخه یی ،حتی تر دی چی خیر یی صفر ته نژدی او بعضا منفی ساحی ته داخلیږی چی معنای دا وی تر بودن یی نبودن بهتر دی.
نو دا طلسمونه او لوبی چی د ملت د ژوند او عزت سره لوبی دی باید قوی جهاد ورسره وشی او دا مظلوم ملت د جهاد د خبیثه بقایاوو نه باید وژغورل شی او بیا د سازش او معاملو سوړی د تل لپاره بندی او د شر پسندو عناصرو او ډلګیو انحصار ختم شی او د بی ننګی تور داغ له حکومت او ملت څخه لیری او عزت یی اعاده شی نو اوامر د اولی الامر که تعمیل نشی دابه حکومت او ملت ته دلیوانو د قوت او نور هم چانس ورکولو په معنی وی او تری په شا کیدل به د حکومت ماته حتمی کوی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
من مشی مع الظالم لیقویه وهو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
د جمیعت ډله چي اصلاً یوه جنګ سالاره ځان غوښتونکي او د څلوېښتو کلونو شر اوږدونکي ډله ده ولسمشرۍ باید هڅ امتیاز ور نکړي ځکه یو خو به یي له هغې څوکۍ نه بیا هڅ کوم قانوني ارګان نشي ښکته کولی بیا به زر ډوله ناروا پلمې لټوي او جمیعت ته په کتو به ډېری د دوۍ په څېر غله او خېټالیستان نور هم ښکرور شي