ژباړه: محمد صميم زلمی
که د نړۍ اساسي قوانین مطالعه کړو، نو پوه به شو چې د قانون جوړونې په برخه کې له کومو حقوقي سرچینو څخه کار اخیستل کېږي، یا په بل عبارت د قوانینو په جوړونه کې کوم ارزښتونه او باورونه په پام کې نیول کېږي؟
همدې مسئلې ته په پام سره د افغانستان په اساسي قانون کې لاندې موارد د سرچینو په توګه کارول شوي دي:
ا) د اسلام سپیڅلی دین
د اساسي قانون سریزه په دې عبارت سره پیل شوې ده: « د لوی خدای (ﷻ) پر سپېڅلي ذات په ټینګ ایمان، د حق تعالی په مشیت پر توکل او د اسلام په سپیڅلي دین پر اعتقاد… دغه اساسي قانون… مو تصویب کړ.»
پورته جمله د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي عقایدو په پام کې نیولو سره تصویب شوی او ددې قانون مادو له اسلامي معتقداتو څخه الهام اخیستی، چې د اساسي قانون په درېیمه ماده کې داسې تصریح شوې دي: په افغانستان کې هېڅ قانون نه شي کولای چې د اسلام د سپېڅلي دین د معتقداتو او احکامو مخالف وي.
۲) ډیموکراسي
د اساسي قانون په سریزه کې راغلي:« د خلکو پر ارادې او ډیموکراسۍ د ولاړ نظام د تاسیس لپاره … مو دغه اساسي قانون … تصویب کړ» په شپږمه ماده کې دولت د ډېموکراسۍ د تحقق… پر جوړولو مکلف شوی دی.»
۳) بشري حقونه
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړۍ دې پایلې ته ورسېده چې په راتلونکي کې د خونړیو جګړو د مخنیوي او د نړیوالې سولې د ټینګښت لپاره ټول باید دا ومني چې انسانان د بشر په توګه له مساوي حقونو څخه برخمن دي او دغه حقوق له هر ډول توکمیزو، قومي، ژبنیو، دیني او مذهبي توپیرونو پرته د ټولو له لوري باید په رسمیت وپېژندل شي.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره په ۱۹۴۸ کال کې د بشر حقونو نړیواله اعلامیه تصویب شوه. دغې اعلامیې په ۱۹۶۶ کال کې نړیواله بڼه خپله کړه او منځپانګه یې د «نړیوالو مدني او سیاسي حقوقو میثاق» او د «نړیوالو اقتصادي او فرهنګي حقوقو میثاق» په نامه د دوو جلا تړونونو په توګه د دولتونو لخوا تصویب شوه. اوسمهال په نړیوال عرف کې دغه اعلامیه او دوه میثاقونه (د مدني او سیاسي حقوقو او د اقتصادي او فرهنګي حقوقو نړیوال میثاقونه) د بشري حقونو د منشور په نامه یادېږي.
افغانستان هم د بشر حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړې او د یادو دوو نړیوالو میثاقونو غړیتوب لري. همدې ته په کتو سره ویلی شو چې د افغانستان قانون جوړوونکو د نوي اساسي قانون په تدوین کې له بشري حقونو څخه الهام اخیستی او د دغو حقوقو رعایت او خوندیتوب یې په پام کې نیولی دی. د اساسي د سریزې په بله برخه کې راغلي:«له ظلم، استبداد، تبعیض او تاوتریخوالي څخه د پاکې، پر قانونیت، ټولنیز عدالت، د انساني حقوقو او کرامت پر خونديتوب د ولاړې مدني ټولنې د جوړولو او د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو د تامین په منظور… مو دغه اساسي قانون… تصویب کړ.»
د اساسي قانون د جوړوونکو له نظره بشري حقونه له دومره ارزښت څخه برخمن دي چې یوازې په سریزه کې یې پر یادولو بسنه نه ده شوې، بلکې د اساسي قانون په شپږمه ماده کې دولت د بشري حقونو په ملاتړ مکلف ګرځول شوی دی.
دغه راز د دې قانون په یو بل ځای کې هم یادونه شوې ده چې دولت د ملګرو ملتونو د منشور، د نړیوالو تړونونو، د نړیوالو میثاقونو او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې رعایت کوي.
د یادونې ده چې دوه ذکر شوي نړیوال میثاقونه د هغو میثاقونو له ډلې څخه دي چې افغانستان یې غړیتوب لري. پر دې سربېره په اساسي قانون کې د خلکو اساسي حقونو ته یو جلا څپرکی (دویم څپرکی) ځانګړی شوی دی چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې هر یوه موضوع د افغانستان د اتباعو اساسي حقونو په توګه پکې په رسمیت پېژندل شوي دي.
له پورته مطالبو څخه دا پایله په لاس راځي چې د اسلام سپیڅلی دین، بشري حقونه او د ډېموکراسۍ اصول؛ د افغانستان د اساسي قانون د منابعو ټولګه ده او یاد قانون د همدغو ارزښتونو په پام کې نیولو سره تدوین شوی دی.
دلته مهم ټکی دا دی چې د اساسي قانون د تدوین کوونکو له نظره اسلام له ډیموکراسۍ او بشري حقونو سره په همغږۍ کې جوړ شوی دی، که نه نو لازمه نه وه، چې په سریزه یا په مادو کې ورڅخه یادونه شوې وای.