تاند- پاکستاني چارواکو نن وویل چې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر یې خوشي کړ.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي وویل، ملا برادر نن سهار خوشي شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايی، دغه استخباراتي چارواکي نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي.

خو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی عمر حمید تایید کړه چې ملا برادر خوشي شوی دی. ده نور جزییات څرګند نه کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي و چې نن به ملا برادر خوشي شي خو افغانستان ته به ونه لېږل شي.

د افغانستان حکومت پرون د ملابرادر د خوشي کولو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلان هرکلی کړی و.

د افغانستان د سولې عالي شورا نن د ملابرادر د خوشي کېدو هرکلی وکړ.

د دې شورا یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې د ملابرادر خلاصون د سولې لور ته یو مهم ګام دی خو شرط دا دی چې پاکستان هغه ته موقع ورکړي چې د سولې لپاره کار وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي و چې د ملابرادر امنیت خوندي کړي او داسي امکانات دې برابر کړي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي ورسره وکتلی شي.

One thought on “پاکستان وايي، ملابرادر یې خوشي کړی”
  1. He is not free if ISI live him to go then he free . Pakistani ISI and army killed so many of Pakhtuns in the name of Taliban . The ISI killing baloch and pakhtuns by using Taliban name . Don’t believe Pakistani from A to Z . They are cheating they are Mum and dad even .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *