ډیری خلک غواړي چې ذهین او تر ټولو زیات کامیابه اوسي ، او د دې شخص همدا غوښتنه وي چې له ده سره باید کاري وړتیاوي او ډير صلاحیت موجود وي .
ارواپوهانو یو داسې څه کشف کړي چې په تر لاسه کولو سره يي د انسانانو ذهن انکشاف کوي او وړتیاوي يي زیاتیږي.
د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره خلک بیلابیل ازمایښتونه کوي، تمرینونه کوې او تر دې پورې چې دوایانې استمالوي خو بیا هم اکثر خلک له کامیابۍ لرې پاتې کیږي بیا هم که تاسې په دې باندې پوهه شئ نو حیران به شئ .
ارواپوهانود داسې یو عادت په اړه معلومات تر لاسه کړي دی دوي وايي چې په نړۍ کې که چیرې ټول هغه خلک چې غواړې ذهین اوسي باید یو څه وخت یواځې وواسي .
دا واضح خبره ده چې ارواپوهانو د یواځی والي څخه دا مطلب نه دی چې یو انسان دې له نورو سره راشه درشه پریږدي ، او یا انسان دې ټول هر څه پریږدي او ځنګل ته دې ولاړ شي .
په یواځیتوب کې څو دقیقې وخت تیرول یا څو ساعته وخت تیرول او هسې کیناستل د دې لپاره نه دي چې یو څوک دې خپل وخت ضایع کړي بلکې د دې لپاره دي چې د یوې خاص موضوع د حل لپاره ژور فکر وکړي ، یا د خپل ځان په اړه ډیر فکر کوي چې خپل ځان وپیژني چې دی د خپل ژوند د هوسا کولو لپاره څه وکړي .
او یا هم د ذهن د ارامه کولو لپاره یو څه وخت یواځې کیني او د راتلونکي کارونو د تر سره کولو لپاره ځان چمتو کړي .
د شلمې پیړۍ مشهور امریکایي ساینس پوه چې به کله په یوې موضوع باندې فکر کولو نو په یوه اوږده لاره به یواځې روانیده ، او یا به هم یواځې په یوه خونه کې کیناسته او د یوې موضوع د حل لپاره به یې فکر کولو .
نو له دې دا معلومیږي چې د تنهایې په وخت د یوې موضوع د حل لپاره فکر کول مو تر هغه منزله پورې رسوي چې یو انسان په ژوند کې هغې ته د رسیدو هڅ فکر نه لري .
ژباړن: افتخار احمد زهیر