تاند- د افغانستان حکومت د برښنا د دوو نویو لویو پروژو قراردادونه له دولتي او خصوصي شرکتونو سره تصویب کړل.
د دغو پروژو، چې قراردادونه یې تېر ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو د کمیسیون په غونډه کې تصویب شول، ارزښت ۱۱۳ ملیون ډالره دی.
ارګ نن /یکشنبه/ وویل، لومړۍ پروژه د شبرغان د ګازي برښناکوټ جوړېدا ده چې ۳۸ ملیونه او ۸ لکه ډالره به پرې ولګېږي.
د دې پروژې قرارداد له بیات پاور کارپوریشن سره تصویب شو.
دوهمه پروژه د مزارشریف ښار د برښنا د تولید تاسیسات دي چې د غضنفر ګروپ او د نړیوال مالي کارپورېشن له لوري به ۷۵ ملیون ډالره پرې ولګېږي.
دا پروژه به ۵۰ میګاواټه برښنا تولید کړي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د افغانستان برښناشرکت، د انرژۍ وزارت، د کانونو او پیترولیم وزارت او د مځکو د خپلواکې ادارې په شمول دولتي ادارې هم د دغو پروژو په اجرا کې برخه لري.
د دغو پروژو د تصویب په مهال د ملي تدارکاتو په کمیسیون کې ولسمشر غني وویل، د وارداتي برېښنا قېمت د صعود په حال کې وو بناً په هېواد کې د انرژۍ داخلي تولید ته پام ارزښتناک دی.
ولسمشر او د ملي تدارکاتو کمیسیون حاضرو غړو یادې پروژې د داخلي انرژۍ د تولید بستر د ایجاد په برخه کې لومړی ګام او د خصوصي پانګونې له لارې د انرژۍ سکتور د خودکفایي په لور یو مهم حرکت وباله.