احمدالله احمدي
په کابل کې د يوې جوړه شوې غونډه کې په اوږدو کې د يو ملي خوځښت په جوړيدو خبرې وشوې.
په دغه غونډه کې د مجاهدينو د پخواني صادرت مرستيال انجنير قطب الدين هلال تر څنګ لوړ پوړو چارواکو جهادي شخصيتونو پخوانيو دولتي چارواکو او په زيات شمير کې د بېلا بېلو ولايتونو څخه راغليو قومي مخورو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د غونډې مشر قطب الدين هلال وويل ياده غونده يي په هېواد کې د قومونو د يوالي په موخه جوړه کړي تر څو ټول قومونه په سوله او يوالي کې ژوند وکړي.
نوموړي وويل: (( ددې غونډې موخه ملي يوالی دی چې د افغانستان ټول ملتونه پښتون،هزاره،تاجک،ترکمن،اوزبک ټول په يو ټغر کيني او يو ملي خوځښت پيل کړي او د ملي خوځښت له لارې د ې ملک ته سوله او دا اوسنۍ غميزې پای وموي))
د غونډې په ترڅ کې قومي مخورو په يوه خوله وويل؛ چې ديني عالمان او ځوانانو او د مطرح شخصیتونو په مټ به په هېواد کې د سولې د ملي يوالي راوستو لپاره هڅې کوې.
په غونډه کې په راتلوونکو ټاکنو باندې هم خبرې وشوې او وويل شول چې د هېواد د پرمختګ او سولې لپاره به په راتلوونکو ټاکنو کې په دې شرط برخه اخلي چې ټاکنې رڼې وي او په سوليزه فضا کې تر سره شي او د ولس له لوري يو داسې نوماند وټاکل شي چې هېواد ته خدمت وکړي: يو تن قومي مشر په اوسني وخت کې ټاکنې رڼې نه بولې دی وايي:
(( تر څو چې ټاکنو ته ښه زمينه برابره نشي دا به په ټاکنو باندې لوبې وي فکر نه کوم چې ښه ټاکنې تر سره شي او که ملي يوالي راشي په خپله ټاکنو ته زمينه برابريږي))
د غونډې په ورستيو کې پريکړه وشوه چې د افغانستان د سولي او ملي يوالي کاروان به يو نوی خوځښت رامنځ ته کوي، تر څو د يو کميسون په ټاکلو کار وکړي چې د افغانستان د ټولو قومونو ناميندګي وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې ټول ټاکنو شاخوا شپږ مياشتې پاتي دي او په دې ورستيو کې په هېواد د بېلا بېلاو سياسي ګوندونو مدنې ټولنو او نړيوالې ټولنې له لوري د ټاکنو د تر سره کولو لپاره بېلا بېل نظرونه وړاندې کېږي.