تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره په دوو پلانونو کار کوي چې د یوه پر اساس به څلورڅرخۍ یا کواډکوپتر ته ورته ستوربېړۍ د زُخل قمر تایتان ته ولېږي چې د یوې شهابي ډبرې نمونې ټولې کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا دوه پلانونه د هغو ۱۲ وړاندیزونو برخه دي چې د ناسا په نویو پولو (New Frontiers) پروګرام کې یې یادونه شوې او اوس یې ناسا د یوه د عملي کولو په لټه کې ده.
هغه څلورڅرخۍ وزمه ستوربېړۍ چې ټاکل شوې ده تایتان ته ولېږل شي، «ډارګن فلای» نومېږي.
دا به لومړی ځل وي چې یو الوتونکی روباټ یوه داسې قمر ته استول کېږي چې په اړه یې ډېر معلومات نشته.
د ناسا له لوري دا استول کېدونکې ستوربېړۍ یا الوتونکی روباټ د سترو اورګانیکو مالیکولونو د پېژندلو (تشخیص) وړتیا لري.
دا ستوربېړۍ به د تایتان پرښې وارزوي او نمونې به یې مځکې ته راولېږي.
مځکې ته به د ۲۲۸ م کال په نوومبر کې راورسېږي.