تاند- یوې تایوانۍ کمپنۍ داسې الیکتریکي موټر جوړ کړی چې په څه کم دوو ثانیو کې یې سرعت په یو ساعت کې ۱۰۰ کیلو مترو ته رسېږي.
دا موټر د ټیسلا تر موټرو چټک دی.
د تایوان کشینګ موبیلټي (Xing Mobility) په نوم کمپنۍ د خپل میس آر (Miss R) موټر نمونه نندارې ته وړاندې کړه.
دا موټر، چې قدرت یې زر کیلوواټه دی، د لویو لارو لپاره مناسب دی او په نژدې دوو ثانیو کې خپل سرعت په هر ساعت کې سل کیلو مترو ته رسولی شي چې د ټیسلا تر نوي ماډل روډستار تېز دی.
کشي موبیلټي کمپنۍ ویلي چې تر اوسه پورې یې د یو ملیون ډالرو په لګښت یوازې ۲۰ میس آر موټرونه جوړ کړي دي.
د دې شرکت په وینا د دغه موټر یوه ښه ځانګړتیا د هغه د ماشین سړوونکې تکنالوژي ده.
بېټرۍ یې په یوه خاصه مایع کې ساتل کېږي.
د میس آر موټر یوه بېټرۍ یو میګاواټ برښنا تولیدوي چې دا د موجودو الیکتریکي یا برقي موټرو د بېټریو له تولیدېدوونکې انرژۍ په سلو کې له ۳۰ تر ۵۰ سلنې کمه ده.
خو د دې موټر بېټرۍ په اسانه بدلېدای شي. هره بېټرۍ په ۵ دقیقه کې بدلېدای شي.