تاند- یوه مخابراتي کمپنۍ غواړي چې لېري سیمو ته د برښنا د مزو له لارې چټک انترنیټ ورسوي.

( AT&T) کمپنۍ به په لنډ وخت کې د دې نړیوالې پروژې ازمېښت پیل کړي.

د انترنیت مهیا کوونکې کمپنۍ عموماً لېري پرتو او کم نفوسو سیمو ته د انترنیت له رسولو سره زیاته لېوالتیا نه لري ځکه چې فکر کوي مصرف یې زیات او ګټه یې لږ ده.

خو د اې ټي انډ ټي دا تازه هڅه به، چې (AirGig) نومېږي، د لېري پرتو سیمو د اوسېدونکو دا مشکل حل کړي.

دوی وايي چې د برښنا د مزو له لارې په هره ثانیه کې یو ګیګابایټ انترنیټ لېږدولی شي.

اې ټي انډ ټي کمپنۍ وايي چې ژر به (AirGig) پروژه وازمويي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *