ډاکټران وایي، د معدې د سرطان اصلي لامل په دغه حیاتي غړي کې د هیلکو باکټرپیلوري پیدا کېدل دي. د دغه مېکروب نښې نښاني په ډېرو کسانو کې نه لیدل کيږي، خو په ځینو کې بیا د معدې د زخم لامل کيږي. د روغتیا د برخې متخصصین وایي، ډېری هغه غذاګانې چې په سر پټو قطیو کې راځي او د ډېر وخت لپاره ساتل کيږي په اسانۍ سره د معدې سرطان پیدا کولی شي. ‌ډاکټران ترشي، پېک شوي کبان، مالګينه او وچه غوښه د معدې د مېکروب او سرطان عمده لاملونه بولي. په زیاته کچه له مېوې او سبزيو څخه ګټه اخیستل د معدې پر سرطان د اخته کېدو ګواښ له ۳۰ تر ۵۰ سلنې پورې را کموي. ډاکټران د هغه کسانو لپاره چې د معدې زخم لري، په ډېره پیمانه د تازه میوې او سبزیو د خوړلو سپارښتنه کوي. د مېوې او سبزیو ساتنې ته هم باید جدي پاملرنه وشي، څو معدني مواد، ويټامینونه، اکسيدانونه او پکې شته فیبر له منځه ولاړ نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *