راپور: نیازمحمد امیري
نېټه: د مرغومي نهمه
کلیوال ملګري ټولنې د اونیزو غونډو په دوام پرلپسې ۱۳۸مه غونډه وکړه. دا غونډه د (د غزني په ملکي روغتون کې ستونزې او حل لارې) تر نامه لاندې یوه څېړنیز راپور ته ځانګړې شوې وه چې د ټولنې د څو تنو غړو لخوا د یوې څېړنې په پایله کې ترتیب شوی ؤ.
په پيل کې د ټولنې ریئس انعام الله ګوهر پخپلو خبرو کې له هغو ملګرو مننه وکړه چې ددې څېړنیز راپور په جوړولو کې یې زیار ایستی. هغه وویل چې روغتیايي اسانتیاوې د ژوند له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې لکه څومره چې لازم دي، په هغه اندزاه کار نه دی شوی او خلک له صحي خدماتو بې برخې دي. ګوهرصیب زیاته کړه چې د صحت له بخش نه علاوه به کلیوال ملګري په ټولو سکتورونو او بخشونو کې څېړنیزو راپورونو تیار کړي او د هر بخش له مسؤلینو سره به د لیدنو په ترڅ کې د ستونزو په حل خبرې وکړي.
ورپسې نیازمحمد امیري چې د دې څېړنیز راپور د جوړولو د کمېټې یو غړی و، راپور له ګډونوالو سره شریک کړ.
راپور له صحي مسؤلینو، ناروغانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو سره د مرکو په نتیجه کې جوړ شوی ؤ، په لاندې ډول دی؛
د غزني په ملکي روغتون کې ستونځې او حل لارې
راپور: کلیوال ملګري ټولنه:
د غزني ولایتي روغتون ته ډیری راغلي ناروغان او د هغوی خپل خپلوان وايي: په دغه روغتون کې یې هغه ډول درملنه نه کیږي څنګه چې په کار ده، دوی وايي ډیری ډاکټران د نوکريوالي پر ځای په خپلو شخصي روغتونونو کې زیات وخت تیروي او ناروغان يې په روغتون کې له رنځ څخه کړېږي، دوی دا هم وايي: د روغتون ځینې ډاکټران او نوره امله د دوی له مجبوریتونو څخه ګټه پورته کوي، خو د روغتون مدیره هئیت او ډاکټران بیا د خلګو دغه خبره ردوي او وايي د روغتون ډاکټران او ټول کارکوونکي د دوی له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې او خلګو ته خدمت کوي.
انټرویوز:
څنګه چې د غزني ولایتي روغتون د زون په سطح لوی روغتون دی او د غزني د مرکز او اتلسو ولسوالیو ترڅنګ له پکتیکا او پکتیا ولایتونو څخه هم ورته ډیری وخت ناروغان راوړل کیږي، نو یو تن مدني فعال وايي: په دغه روغتون کې ډاکټران د سهار له لسو او د غرمې تر دولسو بجو پورې حاضري ورکوي، نور ټوله ورځ په خپلو ښخصي معاینه خانو کې کار کوي، هغه زیاتوي: له دې امله یې ټول روغتون فلج کړی دی.
د غزني له اندړو څخه راغلی یو تن ناروغ وايي: په دغه روغتون کې د ناروغانو هغه ډول درملنه نه کیږي څنګه چې په کار ده، دی وايي: که سړی بستر شي، نو نه ډاکټر پر وخت ورځي او نه هم ناروغانو ته درمل ورکول کیږي، هغه زیاتوي: د کار ترڅنګ ډاکټران په اخلاقي لحاظ هم له خپلو ناروغانو سره سم نه چلیږي.
څنګه چې په افغاني ټولنه کې لا هم ډېر لږ کسان خپلې میرمنې د ماشوم د زیږدنې له پاره زیږنتون ته وړي، خو یو تن چې خپل ناروغ یې دغه ځای ته راوړي شکایت لري او وايي: په نسايي او ولادي څانګه کې د نارینه نرسانو له شتون څخه ځوریږي دی وايي: په هغه حالت کې دغه ځوان او نارینه نرسان موجود وي چې یوه میرمن د ماشوم د زیږیدو په حال کې وي، دی دا هم وايي: د ښځینه قابله ګانو ترڅنګ دغه نارینه نرسان هم د ماشوم له زیږېدو څخه وروسته د ماشوم او ښځې له کورنۍ څخه د شریني په نوم له پنځه سوه تر زر افغانیو پیسې وړي، دی وايي هغه ضروري او اړین درمل هم نه ورکوي چې د عامې روغتیا له لوري ورته په پام کې نیول شوي وي.
خو د دې ترڅنګ یو بل تن هم ورته ستونځه لري او وايي: د ولسواليو په کلینکونو کې د نسايي ولادي څانګې غیر فعالې دي، خو کله چې د دغه برخې ناروغان دغه روغتون ته لیږل کیږي، نو د دغه څانګې کارکوونکي یې نه داخلوي او نه يې تداوي کوي، چې دا په دغه روغتون کې یوه لویه ستونځه بلل کیږي.
خو له دې سره سره یو بل تن بیا وايي: د شریني په نوم د پیسو د اخیستلو ترڅنګ نرسان او قابله ګانې له ناروغانو څخه هغه دوایانې ګرزوي چې ډاکټر ورلیکلې او پایواز له درملتون څخه راوړې وي.
دا چې ډیری ناروغان او مراجعین د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه سر ټکوي، نو یو تن مدني فعال وايي: د نورو افغانستان په رنګه د غزني د ولایتي روغتون په ډیری شعبو کې ځیني ډاکټران غیر مسلکي دي، دی وايي تر څو پورې چې دا ډول ډاکټران په روغتونونو کې کار کوي همداسې به ناروغان له خپلو ناروغیو څخه کړېږي.
دا چې د دغه روغتون د واکسیون برخه نسبتا تر روغتون فعاله ده خو یو تن مراجع کوونکی وايي: په روغتون کې پر دغه شعبه د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله خلګو ته په سختۍ وار ورځي، دی وايي یو خو دا چې دلته هم توپیري چلند کیږي، بله د کارمندانو لږوالی د ستونزو لامل دی.
که یوې خواته ډیری مراجعین د دغه روغتون له خذمتونو څخه ګټه پورته کوي، خو بلې خواته په روغتون کې ولاړ یو تن ټیکسي چلوونکی وايي: عموما له غریبو کورنیو سره ناروغان رسوي، د ده په خبره د روغتون ټول امبولانسونه د ډاکټرانو او د روغتون د کارمندانو په خدمت کې چلیږي.
دا چې د کلیوال ملګري ټولنې لسګونه غړي له تیرو څو کالو څخه په څوارلسم جون چې د وینې ورکولو نړیواله ورځ ده د غزني د ولایتي روغتون د وینې بانک ته زرګونه سي سي وینه عطیه کوي، خو د وینې کېنسر په ناروغۍ اخته یو تن وايي: دلته وینه اړو کسانو ته نه بلکې د وینې بانک زیرمه وینه د واسطې په بنیاد ورکول کیږي.
څنګه چې ویل کېږي: په روغتون کې ځینې ډاکټران د سیمه ییز، سمتي، ژبني او مذهبي توپیر په بنیاد خپله دنده پر مخ وړي، نو د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه راغلی یو تن چې میرمن یې په دغه روغتون کې بستر ده وايي: که یوې خواته د شپې له خوا د ښار ټول درملتونه تړلي وي، خو بلې خواته د شپې له خوا ناروغانو ته د روغتون له سټوره په هیڅ حال کې درمل نه ورکول کیږي.
دا چې افغانستان یوه سنتي او کلتوري ټولنه ده او ډیری خلګ یې تر اوسه پورې ښځې نارینه ډاکټرانو ته نه پریږدي، خو دغه روغتون ته راغلې یوه مېرمن وايي: تر اوسه پورې د غزني په ولایتي روغتون کې د ښځو د ښځینه ناروغیو تلوېزیوني معاینې نارینه ډاکټران کوي، چې دا یو ډول شرم ګڼل کیږي.
خو یوه بله میرمن بیا په روغتون کې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو له ناسم چلند څخه سر ټکوي او وايي د دې پر ځای چې دوي د ناروغو میرمنو خدمت او ملاتړ وکړي ورته قهریږي او حتی ستوخې سپورې او ښکنځلې هم ورته کوي، دا وايي له دې امله د روغتون د کارمندانو او ناروغانو ترمنځ ورځ تر بلې واټن زیاتیږي او کلیوالي میرمنې له روغتونه څخه خواتورې کیږي.
دا چې د دغه روغتون له خدمتونو څخه ډیری کسان شکایت کوي، خو د زنه خان ولسولۍ یو تن چې دغه روغتون ته یې رنځوران راوړي وايي: د روغتون د لابراتوار برخه تر نورو یوه اندازه ښه او فعاله ده، دی وايي، که څه هم چې ډاکټران ناروغان له روغتون څخه دباندې لابراتوارونو ته لیږي، خو بیا هم دلته ښه تشخیص کیږي.
که په روغتونونو کې نوکریوالي عموما دوولس ساعته وي، خو ویل کیږي چې په دغه روغتون کې ځینې ډاکټران څلرویشت ساعته نوکري وي، د اندړو ولسوالۍ تن وايي: په دغه روغتون کې یو تن څلرویشت ساعته نوکریوال وي چې د ورځي نوکري وي او د شپې ویده کیږي او ناروغانو ته هیڅ رسیدګي نه شي کولای، خو د بل شباروز له پاره بیا بل کس نوکریوال وي.
ولایتي روغتون چې باید د ښار او ولایت ټولو خلګو ته یو ډول خدمات وړاندي کړي، خو ځینې کسان وايي: د غزني ولایتي روغتون یوواځې مختصرو ځایونو ته خدمات وړاندي کوي، دی وايي دغه روغتون د دوو کلیو په انحصار کې ده او ډیری خدمتونو یې هغوی ته رسیږي.
ایمرجنسي واټ چې د روغتون تر ټولو اړین، مجهز او فعاله شبعه ګڼل کیږي، خو د غزني د جاغورو یو تن اوسیدونکی چې دغه روغتون یې ناروغ راوړي وايي: په دغه ځای کې ډیری وخت ډاکټران موجود نه وي، خلګ ورڅخه ناهلي راځي او پوره خدمات نه ترسره کیږي.
که څه هم د دغه روغتون مشر د کلیوال ملګري ټولنې په دغه څیړنیز راپور کې له نظر ورکولو څخه ډډه وکړه، خو ډیری وخت یې د ځان خلاصونې په موخه له ځان، ډاکټرانو او د روغتون د کارمندانو دفاع کړې او وايي اوس په روغتون کې هیڅ ستونځه نه ترسترګو کیږي.
که یوې خواته په دغه روغتون کې ډیری خلګ له یو لړ مشکلاتو سر ټکوي، خو بلې خواته د دغه روغتون مدیره هئیت او ډاکټران د دغه خلګو خبرې بې بنیاده ګڼي او وايي یوه اندازه ستونځي به خامخا موجودې وي، خو د حل په موخه یې هڅې روانې دي.
فوکس ګروپس:
د چمتو شویو مصاحبو ترڅنګ د کلیوال ملګري ټولنې غړو (د غزني په ولایتي روغتون کې ستونځې او حل لارې) تر سرلیک لاندې د راپور د چمتو کولو په لړ کې اته (فوکس ګروپس) پر لاره اچولي وو، چې په کې د ژوند سره تړلو بیلا بیلو اشخاصو په کې ګډون کړی وو.
په دغه ګردي میزونو او یا فوکس ګروپونو کې په بحث کې د غزني د ملکي روغتون تړاو بحثونه وشول، بحث کوونکیو په دې ټینګار کاوه چې: په ولایتي روغتون کې له ناروغانو سره د مور او میرې چلند کیږي، بله دا چې ډاکټران او یا هم د ولایتي روغتون کارکوونکي له مریضانو او د مریضانو له پایوازانو سره غیر اخلاقي چلند کوي، بله دا چې د ماشومانو د صحي وضعیت له پاره ورکوونکي خوراکي توکي غلا کیږي او د ماشومانو د غذايي توکیو په وېش کې غیر مساویانه چلند کیږي.
په دغه ګروپونو کې د دې خبرې یادونه وشوه چې د دغه روغتون ډاکټران خلګو ته شفري نسخې ورکوي تر څو هغوی مجبور شي د ډاکټر د خوښې درملتون ته لاړ شي او درمل واخلي، بله دا چې په روغتون کې د ناروغانو له پاره هیڅ نوبت نه مراعتیږي او ډاکټران د مراجعینو له ستونځو پر وخت ځان نه خبروي، په روغتون کې واسطې پالل کیږي او د مریضانو وضعیت په پام کې نه نیول کیږي او د روغتون د پرسونل له لورې ډیری وخت له ناروغانو څخه پیسې اخیستل کیږي او یا هم غوښتل کیږي.
دوی وویل: د بستر په وطاقونو کې هم خلګو ته د بستري چپرکټ په مشکله په لاس ورځي او ډیری ناروغان له یخ څخه کړیږي، ځکه چې ناروغانو ته په ژمي کې د بخاریو له پاره د سون توکي په مقرره پیمانه نه ورکول کېږي او یوه اندازه یې غلا کیږ او وروسته یا خو د روغتون د کارمندانو کورونو ته ځي او یا هم بیرته په چوبفروشیانو کې په نیمی بیه خرڅېږي او د دغه روغتون ډیری خدمات د زورواکانو واسطه دارانو ته ورکول کیږي.
په دغه فوکس ګروپونو کې شکایت کیده چې په روغتون کې د روغتون د کارمندانو له لورې پاکوالي ته هیڅ پاملرنه نه کیږي چې د تشنابونو د ککړوالي ترڅنګ د روغتون له بدبويي څخه ناروغان او مراجعین کړیږي، دوی دا هم ویل چې په روغتون کې د څښلو د پاکو او عام استعمال د اوبو کمښت هم یو لوی مشکل دی چې خلګ ورسره مخ.
د کلیوال ملګري ټولنې نظر:
کلیوال ملګري ټولنه څنګه چې یې په تیرو شپږو کالو کې د غزني د ولسونو ملاتړ او لاسنیوی کړی دی، همدا ډول د غزني د ولایتي روغتون په اړه هم په دې نظر ده چې دغه روغتون باید ټولو مېښتو ولسونو ته یو ډول خدمات برابر کړي او دا چې د ژوند په دغه بنیادي برخه کې له هر ډول مذهبي، سیاسي، ژبني، قومي، سیمه ییز او هر اړخیز توپیر او چلند څخه پاک وي، ډاکټران یې په روغتون کې موجود وي، ناروغاتو ته خدمت وکړي او خپلو هیوادوالو ته ټولې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.
یاده ټولنه د روغتیا د لا ښه کیدو په برخه کې د روغتون مدیره هئیت ته وړاندیز کوي چې د خپلو کارمندانو او ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو په موخه ځیني ټرینینګونه او ورکشاپونه پر لاره واچوي او دا چې: په غزني کې د مدني ټولنو او د روغتون د کارکوونکیو ترمنځ یوه ګډه کاري کومیټه جوړه کړي، ترڅو په لنډه موده کې یوه غونډه دایروي او د روغتون په مشکلاتو او د هغوی په حل لارو بحث کیږي او دا چې دغه روغتون دي له افغاني سرې میاشتې سره هم ځیني کارونه شریک کړي.
دا چې د غزني ولایتي روغتون د هیواد د ګڼ مېښتو سیمو روغتونو له جملې څخه دی، نو کلیوال ملګري ټولنه د روغتیا له وزارت څخه هیله لري چې د غزني ملکي روغتون ته زیات امکانات په واک کې ورکړي، ترڅو د دغه روغتون مراجعین له پورته ذکر شویو مشکلاتو څخه خلاص او روغتیا ته یې پاملرنه زیاته شي.
په راپور باندې د ګډونوالو له لورې ګډ بحث وشو، ځینې نورو ستونزو ته هم اشاره وشوه، وروسته ګډه پرېکړه وشوه چې یوه کېمټه به جوړیږي چې له نزدې له اړوند مسؤلینو سره لیدنې کتنې وکړي،په ستونزو او حل لارو ورسره دوامدارې خبرې وشي.