تاند- د نیمروز والي محمد سمیع تسل د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان هغه ادعا رد کړه چې ګنې د افغانستان په خاوره کې یې د عملیاتو په ترڅ کې یو ایرانی انجنیر له برمته ګرو ژغورلی دی.
پرون /یکشنبه/ د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان بریدجنرال محمد ماراني وايي، د افغانستان په خاوره کې دننه یې په یو لړ عملیاتو کې یو ایرانی برمته شوی انجنیر خلاص کړی دی.
د ایراني خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، دغه ایرانی انجنیر، چې حسین حاج ملک نومېږي، د قوس په ۲۳مه د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې تښتول شوی او د افغانستان یوه سرحدي ولایت ته وړل شوی و.
خو نن /دوشنبه/ د افغانستان د نیمروز والي محمد سمیع تسل وویل چې افغان پوله ساتي هیڅ بهرني ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي.
تسل افغانستان ته د ایراني انجنیر د راوړل کېدو ادعا هم رد کړه.
ده ټینګار وکړ«نیمروز ولایت له ایران سره نژدې ۲۳۶ کیلو متره پوله لري، د دغه خبر له خپرېدو وروسته ما له ټولو سرحدي ځواکونو سره خبرې وکړې، د هغوی د معلوماتو پر اساس وایم داسې څه چې د ایران د قدس ځواک قوماندان وايي، نه دي شوي.»
د جنرال ماراني له قوله تسنیم خبري اژانس نن /یکشنبه/ وویل«د قدس ځواکونو په یو لړ استخباراتي او عملیاتي اقداماتو کې د (جهاد نصر) شرکت یو انجنیر، چې د برمته نیوونکو له لوري د ګاونډي هیواد(افغانستان) یوه سرحدي ولایت ته وړل شوی و، وژغوره.»
ده همداراز ویلي چې دغه انجنیر په سیستان او بلوچستان ولایت کې د هامون ښارګوټي کروندګرو ته د اوبو د مهیا کولو په پروژه کې کار کاوه.
ماراني ویلي چې یرغمل نیوونکو د دغه ایراني انجنیر د کورنۍ له غړیو سره تماس نیولی و او د هغه د خلاصون لپاره یې پیسې غوښتې وې.