تاند- نن شپه به سپوږمۍ په سلو کې ۷ لویه او له ۱۲ تر ۱۴ سلنې روښانه ښکاره شي.

د بریتانیا مېل ورځپاڼه وايي، د ۲۰۱۸ م کال لومړنۍ بشپړه میاشت به د لندن په وخت د شپې په ۲ بجې او ۲۴ دقیقې بشپړه ښکاره شي.

اصلي امریکايي قبایلو یا انډینز د کال د دې وخت سپوږمۍ د لېوه میاشت بلله ځکه چې په دې شپه وږي لېوان له خپلو پناهځایونو راوځي او غاپي.

په هغه هیواد کې چې تاسو پکې اوسئ، که اسمان شین و، نن شپه به د کال تر ټولو ستره او ځلانده سپوږمۍ ووینئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *