تاند- پاکستاني چارواکي یو په بل پسې د امریکا د ولسمشر ډاتلډ ټرمپ د څرګندونو ځوابونه وايي. خو تراوسه یې ځوابونه نرم دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په لومړۍ ورځ د ۲۰۱۸ کال په لومړني ټویټري پیغام کې له پاکستان سره د امریکا مرستې د احمقانه بللو ترڅنګ لیکلي«دوی د ۳۳ ملیارد ډالرو په بدل کې له درواغو پرته بل څخه نه دي راکړي ځکه چې فکر یې کړی چې زموږ مشران احمق دي.»

«دوی هغو تروریستانو ته چې موږ یې په افغانستان کې د ځپلو هڅه کوو، پناه ورکړې.»

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیرې مریم اورنګزېب په ټویټري پیغام کې ولیکل«د امریکا متحد ایالتونه باید په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان وانه چوي.»

دې همداراز ویلي«پاکستان د تروریزم پر ضد په جګړه کې بې سارې قربانۍ ورکړي او په دې کې هیڅ ابهام نشته.»

تر مېرمن اورنګېزب وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د ټرمپ د پیغام له خپرېدو سمدستي وروسته په ټویټر کې ولیکل«موږ به ان شاالله د ټرمپ ټویټ ته ژر ځواب ووایو… نړۍ به له رښتیاوو، د حقیقت او افسانو ترمنځ له توپیره خبره کړو.»

وروسته د پاکستان نور حکومتي چارواکي هم په ټویټر کې فعال شول او د بهرنیو چارو د وزارت له قوله یې ولیکل«متحدان یو بل ته خبرداري نه ورکوي.»

ظاهراً د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اشاره هغو راپورونو ته وه چې پر اساس یې ویل شوي چې د امریکا دفاع وزیر د پاکستان د وروستي سفر په لړ کې پاکستان ته وخت ورکړی و چې د دسمبر تر پایه باید د ترهګرو پناهځایونه ختم کړي.

د پاکستان پوځ هم د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په وړاندې بې ځوابه پاتې نه شو.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د مداخلې او د تروریستي ډلو د ملاتړ اصلي تورن بلل کېږي.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور د ښاغلي ټرمپ د دې خبرې په ځواب کې چې امریکا پاکستان ته په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ ملیارد ډالره مرسته ورکړې خو په مقابل کې یې هیڅ نه دي ترلاسه کړي، لیکلي «پاکستان له امریکا څخه مرسته د هغې جګړې د لګښت لپاره ترلاسه کړې چې اسلام اباد د ايتلاف د ملاتړ په خاطر د القاعده پر ضد وکړه.»

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پاکستان د سختدریځو خوندي پناهځای بللی او تاکید یې کړی چې نور به پاکستان د امریکا مرسته ونه ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *