ژباړن: منيب الرحمان رحماني
ځينې وخت داسې غوښتنې در څخه کېږي چې تاسې نه غواړي ویې منی خو هغه ته نه ويل هم سخت درته ښکاري. په دې حالت کې د مقابل طرف د زړه ماتېدو،يا دمقابل طرف د منفي عکس العمل څخه ډارېږې او ځان دې ته مجبور ګڼې چې مقابل طرف ته هو ووایې او غوښتنه یې ومنې.
ددې په مقابل کې کله د مال ،وخت او حتی د شخصيت تعويض ورکوې او نتیجه یې يو لويه پېښماني وي.
لاندې د نه ويلي څو مهارتونو ته اشاره کوو
شايد د نه ويلو يو راز دا وي چې شخص د مقابل لوري د خوابدی نه وېره ولري او فکر وکړي چې د نه او منفي ځواب په صورت کې به ده ته نور ارزښت ورنه کړي،خو خبره سرچپه ده،څومره چې شخص اسانه قانع شي او زر هو ووايي هومره یې هڅې او مرستې نادیده او بې ارزښته ګڼل کېږي.
ددې لپاره بايد يو سرحد وټاکو چې کله نه غواړو يو کار وکړو نو وکولي شو چې نه ووايو داسې به زموږ مرسته هم ارزښت پيدا کړي له اضافي مزاحمت څخه به هم خلاص يو او خپل وخت به مو هم سم اداره کړي وي.
د نه ويلو لپاره بايد داسې يو پلان جوړ کړو کې کومو کارونو؟ کومو خلکو؟ په کومو وختونو کې؟نه ووايو.
کله مو چې غوښتل يو غوښتنه رد کړي او نه ورته ووايي نو د فردي ځواب په ځاي اداري يا اصولي قوانين ورته مخکې کړي ،مثلا يو شخص مو موټر درنه غواړي نو تاسې ددې په ځاي چي ورته ووايی چې نه یې در کوم داسی ورته ويلي شی چې زما عادت دي چي خپل موټر هيچا ته هم نه سپارم که مو کوم کار وي نو زه به مو خپله خپل موټر کې تر کارځایه ورسوم.
ځینې وخت د دومره شله خلکو په مينځ کې راګير کېږی چې د نه ويلو لپاره هيڅ لار نه پيدا کوي،نو لنډ داسې فکر وکړي که اوس په دې حالت کې نه وي او راڅخه تنها دا غوښتنه شوې وي نو قبوله کړي به مې وه او آيا وروسته به نه پیښمانه کېدم؟
داسې هم کولی شی چی په داسی وخت کې د مقابل طرف نه د وخت غوښتنه وکړي د يو ساعت يو ورځې وخت ورنه وغواړي داسی به د فشار نه خلاص او په ارامي فکر وکړئ او سمې پرېکړې ته به نور هم نېږدې شی.
ځینې وخت وړو وړو څیزونو ته هو وايي او پايله دا شي چې دا واړه شيان يو ځاي شي نو ګوری به چې څومره زيات وخت يا مال او نور شيان مو ضايع کړي.
که هر څومره اسانه هو ووايي نو همدومره به نور خلک هم تاسې ته را مات شي ،تاسې پورې به موضوع هيڅ اړه نلري خو بيا به هم درنه پوښتنې او غوښتنې کوي.
نو هغه کارونو ته چې موږ پورې اړه نلري که پوهيږو هم بايد ځواب ورنه کړو.
اوس کېدی شی وايي چې نور نو هغه کارونو ته چې زړه مې نه کېږي ويي کړم فورا د نه ځواب ورکوم،تاسې همدا اوس د يو غوښتنې سره چی زړه مو نه دي قبوله يي کړي مخ کیږی او عاجل ورته نه وايي خو ددې سره ورته تشریح ورکوي او سببونه ورته قطاروي دا په مقابل طرف کې داسې روحيه پيدا کوي چې ګواکې لږ نورې چنې ووهي قانع کېږي نو داسې وخت کې سپين وايي چې نه غواړم دا کار وکړم او هيڅ سبب او تشريح مه ورته بيانوي.
دا په لومړيو کي ګران تمامیږي نو وروسته بيا عادت کېږی او يو راحت نفس به واخلی،روح او بدن به مو سپک شي.