پاکستان پر امريکا د درېدېرش بيليونه ډالرو درواغ پلورلي
سرخط ورځپاڼه
د درواغو مزل لنډ وي، خو د پاکستان د درواغو کاروانونه پنځلس کاله کېږي چې د امريکا پر خوا روان ول، اما اوس د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، تر دې وروسته له پاکستانه درواغ نه پېري.
مياشت له لومړۍ ورځې مالومېږي او پاکستان ته د نوي دوه زره او اتلسم کال پيل خورا بېخونده و.
د دغه کال په لومړي سهار د متحده ايالاتو ولسمشر ډنلډ ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه په لومړي ټويټ کې له پاکستانه بڼکې وايستې.
ټرمپ ليکلي دي چې په تېرو پنځلسو کالو کې د امريکا حکومت پاکستان ته په بېځايه خوشباوري کې درېدېرش بيليونه ډالر ورکړي دي، خو پاکستان يې په بدل کې امريکا ته يوازې چل، فرېب او دوکه ورکړې ده.
ټرمپ وړاندې وايي چې پاکستان هغو ترهګرو ته چې په افغانستان کې پر امريکايي سرتېرو بريدونه کوي او امريکا يې په پل پسې ګرځې، تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه، په پاکستان کې خوندي پټنځايونه ورکړي دي.
ټرمپ ويلي دي چې تر دې وروسته به داسې نه کېږي.
دا د ټرمپ د نوي کال لومړی ټويټ و او تر يوې اندازې پورې د ټرمپ د مرستيال مايک پنس د هغو څرګندونو تکرار وو چې څو ورځې وړاندې يې په کابل کې کړې وې.
پنس هم تقريبا کټ مټ همداسې خبرې کړې وې چې پاکستان تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه ترهګرو ته خوندي پټنځايونه ورکړي دي، روزي يې او په وسلو يې باروي، خو تر دې وروسته به داسې نه کېږي.
د پنس تر څرګندونو وروسته پاکستان له امريکا سره ښکر اړم کړم او د بهرنيو چارو وزارت يې په يوه خبرپاڼه کې د امريکا حکومت په دوه مخي تورن کړ.
پاکستانيانو ويلي و چې امريکا په پاکستان کې يو څه او په افغانستان کې بل څه وايي.
ځينې پاکستانيو رسنيو خو لا دا هم ويلي و چې ښايي د پنس خبرې د ټرمپ خوښې نه شي او غنده يې وکړي، خو اوس چې ټرمپ هم کټ مټ هماغسې څرګندونې وکړې، پاکستان سم وارخطا شوی دی.
که څه هم عموما د هېوادونو په کچه د لوړپوړو مقاماتو دغسې څرګندونو ته په څنډ ځواب ورکول کېږي، يا غبرګون څه وخت وروسته ښوول کېږي، خو د پاکستان وارخطايي له دې هم ښکاري چې د بهرنيو چارو وزير يې د ټرمپ تر ټويټ لږ وروسته اور اخيستی دی او ځواب ته يې ځان جوړ کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دوی به ژر د ټرمپ د خبرو ځواب ورکړي او نړۍ به پوه شي چې حقيقت څه او اوازې يا بېاساسه څرګندونې څه دي.
د پاکستان لهپاره په ټوله کې دا د کال يو بېخونده پيل و او اټکل کېږي چې د کال په پاتې ورځو کې به يوازې دا چې پاکستان د امريکا پرېمانه مرستې له لاسه ورکړي، بلکې په سيمه کې به د بدماشي ځواک هم وبايلي، ځکه پاکستان نه شي کولای د نورو له مرستې پرته، په خپل لګښت يا ترهګرو وروزي، يا ورته وسلې وپېري.
پاکستان په تېر کال کې تر خپله وسه پورې هڅه وکړه چې د امريکا پر ځای، د روس، چين او ترکيې غېږې ته ځان وغورځوي، خو دغو هڅو يې هم چندان پايله ور نه کړه.
روسيې پر پاکستان د يوه ښه ملګري په توګه باور و نه کړای شوای، ځکه په سترګو يې ليدل چې پاکستان په تېرو کلونو کې په يوه لاس له امريکا د ترهګرو د ځپلو په نوم پيسې اخيستې، خو په بل لاس يې په هماغو پيسو ترهګرو ته مرمۍ او وسلې پېرلې او هغوی به بيا پر امريکايي سرتېرو او افغانانو په افغانستان کې بريدونه کول.
چين هم پاکستان تر نور ښه پېژني، ځکه په هغو سيمو کې چې چين له پاکستان سره شريکه پوله لري، د چين حکومت له پاکستاني ترهګرو سم په عذاب دی.
ترکيه بيا د تلې سر ته ګوري او په اوسني وخت کې د پاکستان يارانه ورته تر ګټه تاوان ډېر لري او سعودي خو وار له مخه، هغه مهال چې پاکستان د حرمينو د ساتنې پر مهال ورڅخه په شا شو، له پاکستانه مخ واړاوه.
په سيمه کې ايران هم له پاکستانيانو چندان ښه خاطره نه لري، وخت ناوخته يې پاکستانيان پر پوله له سرتېرو سره نښتې کوي او په دې سربېره، ايران فکر کوي چې په خاوره کې شته بلوڅو يې هم له پاکستان سره ګوتې پټې کړې دي.
هند او افغانستان خو پاکستانيان خپل ازلي دښمنان بولي او دغه دواړه هېوادونه بيا له پاکستان سره داسې ستونزې لري چې حلېدل يې يوازې د پاکستان په له منځه تګ امکان لري.
په ټوله کې اوس پاکستان نه يوازې په سيمهييزه کچه، بلکې په نړيواله کچه له يوازېتوب سره مخ دی او امريکا چې پاکستان پرې تر هر چا ډېر نازېده، اوس د پاکستان پر کوټه برکت نه وايي.
اوس پاکستان له امريکا سره له ډغرو او ښکر اړم کولو پرته هيڅ لاره نه لري او که ډغرو ته دوام ورکوي، بيا به پاکستان، پاکستان نه وي پاتې، ځکه ښکر به يې مات وي او نورو ته د تاوان رسولو ځواک به نه لري.
سرخط ورځپاڼه