تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې په جوزجان ولایت کې د داعش ۲۶ غړي، چې ۳ یې فرانسویان او ۴ ازبکستانیان دي، وژل شوي دي.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو پرون مازدیګر په درزاب ولسوالي کې د داعش پر غړیو حمله وکړه.
درزاب د افغانستان په شمال کې د داعش تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېږي.
د دغه ولایت په قوش تېپه ولسوالي کې هم داعش زیات فعال دی.
د جوزجان امنیه قوماندان وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ۲۴ نور غړي ژوبل شوي دي.
د جوزجاني په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې د داعش مهم کسان شامل دي.
په وروستیو کې د جوزجان چارواکو وویل چې په درزاب ولسوالي کې داعش د تروریستانو د روزنې مرکزونه جوړ کړي چې شاوخوا ۳ زره ماشومان هم پکې روزل کېږي.
د جوزجان چارواکي وايي چې په درزاب کې د بېلابېلو هیوادونو ترهګر راټول شوي دي.