وردګ ولایت په هر کلي او حتی هر کور لوستی، پوهان او تکړه اشخاص لري، دا ولایت کابل ته څېرمه په ښه ستراتیژیک موقعیت کې پروت دی. ښه پایداور لري چې باغونه او مڼې یې د هېواد په کچه دي. خو له دې نغدې سرمایې سره سره بیا هم ډېر محروم ولایت دی. وجه به یې خامخا دا وي چې دا ولایت هر څه لري خو طالع نه؟
آیا دا سرچپه طالع نه دي چې؟
- وردګ ولایت د علم او تحصیل له پلوه که د هېواد لومړنی ولایت نه دیمګر تر څلورم او پنځم کښته هم نه دی خو ددې ولایت میشت خلک دومره محروم او له بې علمۍ څځه کړېدلي دی لکه د زابل، بادغیس او اروزګان خلک.
- وردګ ولایت د کابل ګاونډی ولایت او د هېواد په دوو سترو لویو لاروو (کابل- کندهار) او (کابل- بامیان) پروت دی خو دغه ستراتیژیک موقعیت دې ولایت ته د ښېګڼې پر ځای او اقتصادي پرمختګ پر ځان هر کور د غم په ټغر کېنولی. کټ مټ لکه ښځې ته چې خپل ښایت بلا شي.
- سره له دې چې په تېرو پنځلسو کلونو کې ددې ولایت ډېر شمېر کسان د حکومت لوی مشران وو خو د هغوی له موجودیت سره سره داسې څوک د والي په توګه ورته را نغلل چې دې ولایت ته کار وکړي. د ولسمشر کرزي په موده کې په دې ولایت یا ملکان او سپینږیري خوشاله کېدل او یا به داسې څوک پرې والی شو چې نه یوازې ددې ولایت لپاره کار ونه کړ بلکې د طالبي جګړو د لوی طوفان ترڅنګ یې دې ولس ته د حزب او طالب په نامه په تلپاتې جګړه هم را وسته.
- ولسمشر غني چې هر ولایت ته د پام دعوی لري په دې ولایت کې همغه د کرزي پالیسي مخ ته وړي. همغه والي یې ورباندې تپلی چې آرام پیتاوي ته پروت دی. بس د هغه په دربار کې خیر او خیرت دی. یوازې هغه وخت په تلویزون کې ولیدل شو چې یو څو نفرو چوکه ورپسې را وخیسته.
- د نورو ولایتونو وکیلان چیغي وهي، یو ولایت څه چې په ریښتیا او یا چل سره ځان د ټول زون استازی بولي خو وردګ ولایت په پارلمان کې د چوپتیا او پټې خولې جایزه اخلي! ريښتیا ده چې د کم طالع نابغه هم ناکام وي.
- په نورو ولایتونو کې د ملي پیوستون دوه دری پړاوونه بشپړ شول او اوس پکې د ولسي تړون پروګرامونه روان دي خو ددې ولایت په پښتون میشتو سیمو کې داسې کلي- په والله ډېر دي- چې لا تر اوسه د ملي پیوستون پروګرام نه پيژني.
- وردګ پوهنتون، لوګر پوهنتون او لغمان پوهنتون په یوه اونۍ کې له ولسمشرۍ ماڼې څخه تصویب شوي خو اوس د لغمان او لوګر پوهنتونونه د هېواد له نورو سترو پوهنتونونو سره سیالۍ کولی شي مګر [وردګ پوهنتون] لا پوره دوې ودانۍ نه لري او هغه هم د طالب تر ټکو لاندې دي. محصلین او استادان یې یا د پولیس تر څپېړو لاندې دي او یا هم د طالب.
- په دې ولایت کې خلک زده کړې خوښوي په هغو طالب خدای مسلط کړی یا له ښوونځیو جګړي کوي او سږ خو یې د معاش د بندښت له کبله ډېر ښوونځي له سقوط سره مخ کړل.
- لوګر ولایت له کابل سره دوه سړکه لارې تړل کېږي خو وردګ ولایت سره له دې چې کابل له هرات او کندهار سره تړي خو هېڅ درک نشته. کلونه مخکط په دې ولایت کې د صنعتي پارک اوازې او افتتاح وشوه خو نه ولایتي ادارې او نه هم مرکزي حکومت تر اوسه هېڅ نه دي کړي.
- د خوست ولایت د مشرتابه په هڅو د جلغو لپاره ملي پالیسي د اقتصاد په عالي شورا کې څېړل کېږي خو د وردګ ولایت مڼې د کمپنۍ سړک د ویالو په غاړه خوسا شوې!
- که څه هم وردګ ولایت د کابل په ګاونډ کې پروت دی خو د اقتصاد وزارت د راپور له مخې دغه ولایت د هغو محرومو ولایتو په کتار کې دی چې د مؤسساتو فعالیتونه پکې تر ټولو ټیټ دي.
- په نورو ځایونو کې شخصیتونه بروز کوي، ملي مشران ترې جوړېږي او بیا د خپلو خلکو په مرسته مخ ته ځي خو ددې ولایت طالع ته ګوره چې څوک پکې را وټوکيږي همغه راټوکېدلي خلک دومره ساده شي چې خپل شخصیت او ولسي ملاتړ د بل شخص په خدمت کې کاروي او په خپله د رهبریت وړتیا په ځان کې نه ویني.
- دې طالع ته ګوره، چې د نورو ولایتو مدني ټولنې، ځوانان او هوښیار خلک له غور او بدخشان څخه کابل ته خپل غږ را رسولی شي خو ددې ولایت ټولې علمي سټې په کابل کې ناستې دي او ددې ولایت په درد او رنځ هره ورځ خبرېږي بیا هم خپل غږ نه پورته کوي. بس وايی [زما چې غوړه ده نور خلک دې هم کلچې وخوري.]
- اه خدایه ستا تر کارو ځار شم! ددې ولایت د هر کور له تکړه انجینر، ډاکټر او استاد سره سره بیا هم په دې ولایت داسې طالب مسلط شو چې له خپل هوښیار انجینر او ډاکټر څخه یې څه پند نه دی اخیستی، نه د خپل ولایت ګټه ورته معلومه ده، نه هم د خپلو خلکو مصلحت پيژنې، نه هم د سیمي په حساسیت پوهېږي بس د هرڅه ځواب یې دا دی چې [موږ هغه څه کوو چې د کوټې کمېسیون را امر کوي!!]
- وردګ ولایت دومره کم طالع دی چې د شکایت د اورېدو لپاره هم څوک نه لري، ځکه خو لازمه نه بولو چې ووایو [ای خلکو داسې څوک شته چې د دې ولایت په بېوزلو ورحمېږي؟!]
سلام علیکم!زما په فکر د ترکانو پي.آر .ټي د ۲۰۰۶-۲۰۱۲ تر مینځ وردک-میدان ولایت ته ډیر کار وکړ ، خو سیاسي ټیکه دارانو هغه هم په پوچ چارما بدل کړل.
سمسور صیب ! سلامونه او نېکې هیلې مې ومنۍ . ستا سې ټولې خبرې پر ځای دي ، زه خپله دداسې خلکو افکارو او نظریاتو ته پوره پوره درناوی لرم . الله دې اجرونه در کړي . د وردګو شهید پروره او زحمتکشو خلکو آن د ستر شهید غازي محمد جانخان څخه را په ایسته خپل سر له لاسه ورکړی او د وخت حکومتونو مسخره کړي دي ، که نور نه وي ، نو د غازي محمد جانخان د کاکاپه زوی خدای نظر خان پسې یې څومره ټوکې ټکالې جوړې کړې دي ، په داسې حال کې چې هغه د محمد جانخان یو تکړه پوځي قو ماندان او د انګرېزانو ستر دښمن ؤ . خو د وخت استخباراتو او پټو نظیمي ډلګیو هغه د ؤلسونو په وړاندې څومره سپک معرفي کړی . داخو باید ومنو چې په هره ټولنه کې ښه او بد دواړه موجود وي ، خو په عام ډول وردګ د نورو په پرتله د برخې څښتن دي . د جهاد په پیل کې ځینې خلک د خپل ایمان او وجیبې پر مټ را پورته شول ، د سره تیت او پرک خلکو قیادت او مشري یې په داسې حال کې د خپل سر په بدله پرځان باندې ومنله چې څوک له ډاره له خپلو کورونو نه شوای را وتلای . یو کال دغه خود جوشه رهبري پر مخ روانه وه ، خو چې په پېښور کې ( سېون جاکر آف ده پشاور ) پرې خبر شو ل ، نو په خپل منځ کې یې مشوره سره وکړه چې وردک یو قوم ، یوه ژبه او یو مذهب خلک دي ، او د کابل په دروازه کې موقعیت لري ، که چېرې دا خلک سره منسجم پاتې شي ، نو چېرې نه چې د غازي محمد جانخان په څېر پر کابل یر غل وکړي ، کابل به ونیسي او موږ به سپېره خوله پر ځای پاتې شو . ځکه هغه وخت وردکو (۲۰۰۰۰) میله (۳۰۰) سې بور اصیل انګرېزي ټوپک او مهمات تر لاسه کړي وو چې یوه تنظیم هم نه لرل . نو ځکه له پېښور څخه د وردکو افغانستان مېشتي مشران افشاء او د کابل حکومت زموږ او تاسې (۶۰۰) روحانیون ، صاحب منصبان ، لوی او واړه مأمورین ، قومي مشران ، محصلین ، او نور خلک ونیول او ټول یې د کابل پر حکومت باندې شهیدان کړل . نفاق یې په کې واچاوه او هر کس او ناکس خپل کسان د وردکو مقدس جهاد ته په تیاره ور وړاندې کړل او جهاد او اصیل مجاهدین یې پرې بدنام کړل . او یا یې با استعداده کسان چې د خلکو د رهبري کولو وس او استعداد په کې موجود ؤ له خپلو صفونو پرې وشړل ، دا ټول د سیمې د استخباراتو ستره لوبه وه چې تر نن پورې همداسې غځېدلې روانه ساتل شوې ده . او په قصدي توګه وردک خلک همداسې د فقر او غلامۍ په قفسونو کې بند او له هر څه څخه محروم ساتي او ساتلي یې دي .همدا یې سترا تیژي ده . تاسو د جهاد د وخت تاریخي پېښې یوه یوه له نظره تېره کړۍ او یا یې له داسې چا څخه واورۍ چې په خپله د هغو ژوندیو صحنو ریښتیني شاهدان وي ، بیا به خپله خپل قضاوت خپله وکړۍ چې اصلي کیسه چېرته ده . په (۱۳۵۹ ) کال کې د روژې په (۹مه) سره قوه وردکو ته ورغله ، (۱۲۰۰) بې دفاع ورک یې شهیدال کړل ، په پېښور کې یې هېڅ جهادي تنظیم او مشر فاتحه وا نه خیستله ، په داسې حال کې چې په نورو ولایتونو کې به څوک په بچه بازي لو با خپل منځي جګړو او غلا ګانو کې له منځه تللي وو ، نو هغوی ته به یې بیا سترې غونډې را بللې او په نشراتو کې به یې ور ته ولیکل چې : یکي از بنیان ګذاران تحریک بو د ، یکي از پېشتازان نهضت بو د . دا مې یوه وړه بېلګه تاسو ته د یاد بود په توګه ولیکله ، نو اوس تاسو فکر وکړۍ چې د وردکو مشري باید څوک وکړي ؟ ښکاره خبره ده چې د وردکو مشري باید د وردکو هغه خلک وکړي چې پر جهاد او مجاهدینو او د جهاد په ټولو ارزښتونو او قر بانیو باندې یې تر نن ورځې پورې خپل سوړ تجارت روان ساتلی او د کونډو ، یتیمانو ، بې وزلو او لوېدلیو خلکو پر حقوقو باندې خپل سوړ تجارت کوي ، او کړی یې دئ . خپل خپلوان او خپل ځانونه یې په څوکیو باندې د چاپلوسیو او درغلیو او نورو ناروا لارو څخه ور کښېنولي او ټول امتیازات په خپلو جیبونو کې اچوي او وردکو ته په سپکه سترګه همدوی ګوري ، حل لاره یې یې هم دا ده چې تاسې په څېر ځوانان دې سره را ټول او یو خود جوشه حرکت دې په ډېره هوښیارۍ سره پیل کړي موږ ستاسې ملاتړ کوو او په ګډه باید د وردکو اصلي زعامت ، حقوق ، او سیاسي ځای ځایګی د ټول افغانستان خلکو ته ثابت کړو . تر څو د وردکو هویت خلک د تاریخ له مخې ومني . مننه ، ستاسې ورور ، محمد انور ولید .