تاند- د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور نن /سې شنبه/ ادعا وکړه چې چارواکو د بلخ ولایت د ویجاړولو لپاره په کابل کې د وسلو ېش پیل کړی دی.
نور، چې خپلو پلویانو ته خبرې کولې، وویل، د کابل په دوو مېلمستونونو کې د ملي امنیت د شورا او د ملي امنیت د ریاست له لوري خلکو ته وسلې ورکول کېږي.
ده وویل«که مو هر اقدام وکړ موږ به ستاسو غاښونه مات کړو، تاسو به هیڅ ترلاسه نه کړئ.»
ده همداراز وویل چې په افغانستان کې یې نړیوال ايتلاف ته ویلي چې د هر هغه اقدام په وړاندې به چې د نظم د ګډوډولو لپاره وشي، ځوابي اقدام کېږي.
نور په خپلو خبرو کې همداراز ادعا وکړه چې په بلخ کې شاهین قول اردو ته امر شوی چې دی وڅاري او تیارسی واوسي.
خو ده په عین حال کې وویل«موږ په ملیونونو پلویان لرو، موږ له پنځو واړو قول اردوګانو نه بېرېږو.»
د بلخ پخواني والي په الیکترونیکي تذکرو کې د قومیت او ملیت له شاملېدو سره هم مخالفت وکړ، ویې ویل چې دا تذکرې دې په هماغه بڼه ووېشل شي چې مخکې یې ولسي جرګې په اړه پرېکړه کړې وه.
نور دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د ولسمشر غني یوه ویاند وویل چې ژر به د بلخ نوی والي په کار پیل وکړي.
عطا محمد نور وویل چې له حکومت سره د جمعیت ګوند خبرو ته انتظار دی.
«موږ له حکومت سره د جمعیت ګوند خبرو ته انتظار یوو. ګورو چې خبرې څه نتیجه ورکوي. بیا به خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړو.»
ده مرکزي چارواکي له حکومت څخه د مجاهدینو په تصفیه کولو او پر ځای یې د سیکولرو په ټاکلو تورن کړ.
«موږ نه غواړو چې سیکولران پر هیواد واکمن شي. موږ پوهېږو چې ستاسو هلې ځلې د مجاهدینو، ملي شخصیتونو او نورو د څنګ ته کولو لپاره دي. تاسو غواړئ چې دا شخیصتونه لېري کړئ او خپل سیکولر سیستم پر هیواد تحمیل کړئ.»
د جمعیت ګوند د مشرانو له پر له پسې غوښتنو وروسته نور د تېرو ورځو په شان پر اجرايي ريیس نیوکې ونه کړې.
له کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د عطا محمد نور استعفا منلې او نور ورسره مخالفت کړی، نوموړی پر له پسې مرکزي حکومت ته خبرداري ورکوي او وايي چې لا هم والي دی او هر اقدام ته چې د ده د لېرې کېدو لپاره وشي، سخت ځواب وکوي.
د بلخ د پخوانی والی صاحب د دغه بی شماره بیانونو څخه داسی معلومیږی چه ډیر زیات د وارخطایی او لړزیی په حالت کی قرار لری.
ځما په ګومان د ارګ مشران او دجمعیت مشران هم د ښاغلی عطآ نور د دغه غیرعادی او جنګی بیانونو څخه ګټه پورته کوی، چه افغانانو او نړیوالو ته وښایی چه زورواکی او جنګسالار په عمل کی و پیژنی.
وای خپله خوله هم قلع ده هم بلا ده
د عطآنور ددغه جنګی، غیرواقعی او غیردیموکراتیک بیانونو څخه داسی معلومیږی، چه نومړی خپل ځان په خپله څاه او کندی ته اچوی.
آقای نور باید بداند نام مقدس مجاهد در میان ملت افغان متاسفانه به منفور ترین کلمه تبدیل شده است! این تمامش از برکت حرکات و خاصیت های فرعونی او و جمله شرکای جرمی اش میباشد. دیگر مردم بیچاره که بار سنگین جهادبرححق را با گوشت ، پوست و استخوان خود حمل کرده و قربانی دادند و هر روز میدهند ، حاضر نخواهند شد تا فرزندان خود را فدای هوسهای شیطانی فرعون بلخ کنند!!!
د خلیفه عطامحمد نور رنګ رښتیا هم تک ژېړ اووښتی، د شپې او ورځې خوب نه ورځې. کله چې لږ پرېښانۍ ورشي ، فکر کوي چې دادی د افغانستان دولت وسلې ویشي ، خلک مسلح کوي او ټولو قول اردوګانو ته هدایت شوی چې خلیفه عطا وڅاري . زما ډېر زره پرې وخوږېد. دا دنیا هم ډېره بې وفا ده . هغه حیران دی چې کومه خوا ونیسي؟
که استعفی منی نو دا د میلیاردونودالرو جهادی ثروت به څنګه کیږي؟
که جنګ کوي او په جنګ کې مړشي نو هم به مړشي هم به پړ.
په دواړو حالاتو کې نقص کوي خو زما په نظر بهتره به دا وي چې لومړی واریانت انتخاب کړي. که احیانا استعفی ومني لږ تر لږه دی او کورنۍ خو به یې ژوندۍ پاته شي.
د معلوماتو سره سم معلم عطا د شپې د خوب څلور ګولۍ خوري او بیا په ډار سره په زیرخانه کې څملي. د ده سره د بلخ ولایت د عوایدو له لاسه ورکول یو ډېر ځوروونکي فکر دي. د کورنۍ غړو یې مشوره ورکړې چې
له دې چوکۍ دې تېر شي که نه دا به ورته ښه نه وي. دی اوس په ډېر بد حالت کې دی او یواځې څو تنه تالي څټي یې تسلي ورکوي. هغه پوهېړي چې ګوښه کول یې بسنه نه کوي او کېدای شي محکمې ته ولېړل شي.مننه