د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

“ما ته څوکۍ نه حکومت راکړې، نه مې په دې حکومت کې څوک د ګوښه کولو زور لري.”

“دا حکومت چې يې د واک جزېرې بولي، دا په اصل کې د افغانستان د ساتنې قوي مورچې دي.”

له سرخط ورځپاڼې او تبسم راډيو سره د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ځانګړې مرکه.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له سرخط ورځپاڼې او تبسم راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې پر ارګ توندې نيوکې کړې او د حکومت لوړ پوړي چارواکي يې د ناامنيو په ډېرولو، د اقتصاد پر ګړوبولو او د نفاق پر زياتولو تورن کړي دي.

موده وشوه چې جنرال رازق له حکومت څخه مرور ښکاري، کله کله خو له رسنيو سره د خبرو پر مهال پر حکومت نيوکې کوي او کله يې له هغو کسانو سره لار يوه وي چې د حکومت د سياسي مخالفت نغاره ډنګوي، د مرکې لومړۍ پوښتنه همدا شوې ده چې څه شي يې له اوسني حکومت او د حکومت د سر له کسانو زړه تور کړی دی.

جنرال وايي، په هر حالت د نظام ملاتړ کوي، ځکه نظام د دې ولس په وينو په پښو درېدلی، خو له حکومت څخه يې د حکومت پر ځينو نيمګړتياوو، دسيسو، تېروتنو او خپل‌سريو زړه سوړ شوی دی.

رازق وايي، حکومت د ولايت له ولايت او د ولسوالي له ولسوالي سره په جنګ اچولو ته کار ويلی. يوه ته وايي، ستا حق پلاني خوړلی، بل ته وايي، پر برخه دې پلاني خان تېری کړی دی. نفاق ته لمن وهي، د خلکو تر منځ کرکه خپروي، اوبه خړوي او د سر کسان بيا په خړو اوبو کې کبان نيسي، په همدې يې له حکومت مخ اړولی دی.

دی وايي، د حکومت د سر کسان، د خپلو ګټو له‌پاره د ولس ژوند په قمار وهلی او اوس يې ګټې ته ناست دي.

د تېرو ټاکنيزو سياليو پر مهال چې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې او د جمهور رييس محمد اشرف غني او اوسني اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ کشالې پيدا شوې، د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د ولسمشر غني طرف ونيو او د هغه ملاتړ يې اعلان کړ، خو اوس جنرال پر خپل پخواني اخلاص پښېمانه دی.

دی وايي، له مجبوري يې د ولسمشر غني ملاتړ اعلان کړ، ځکه دوی فکر کاوه چې که غني ولسمشر شي، د افغانستان امنيت که تر پخوا ښه نه‌شي، خراب به هم نه‌شي او په دې سربېره به افغانستان د اقتصاد له پلوه پرمختګ وکړي، خو وايي، پايله سرچپه وخته.

په دغه مرکه کې جنرال رازق وايي چې په دوه زره ديارلسم کال کې د افغانستان يوازې درې ولسوالۍ سقوط وې، خو اوس د سقوط شويو ولسواليو شمېر تر دېرشو اوړي.

د ده په خبره، پانګه‌وال اوس په افغانستان کې خوندي نه دي، سرمايې فرار کړی او د هېواد اقتصاد تر پخوا ډېر خراب شوی دی.

جنرال وړاندې وايي، څلور ځله يې له ولسمشر غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي چې حکومت د خلکو د هيلو پر مخالف سمت روان دی، خو تر ولسمشر او اجراييه رييس راتاو شوې کړۍ په لوی لاس پر دوی دواړو داسې پرېکړې کوي چې پايلې يې نه د وطن په ګټه دي، نه يې ولس ته خير رسېږي.

ولسمشر غني د ټاکنيزو سياليو پر مهال اعلان کړی و چې که واک ته ورسېږي، خو په افغانستان کې به د قدرت ټولې جزيرې له مخې لېرې کوي او واک ته تر رسېدو وروسته يې هم څو ځله د قدرت جزيرو ته اشارې وکړې چې تر ډېرې اندازې پورې د هېواد په زونونو کې د ځينو جهادي زورورو او ځينو حکومتي لوپوړيو چارواکيو اشاره وه، خو اوس رازق وايي، حکومت چې څوک د قدرت جزيرې بولي، په حقيقت کې د افغانستان ساتنې قوي سنګرونه دي چې نه پرېږدي ځينې خاين حکومتي چارواکي دا وطن د بربادۍ کندې ته ټېل وهي.

ټول پوهېږي چې د حکومت د يوه قوي جنرال دغسې څرګندونې به د حکومت د سر کسان غوسه کړي او ښايي د جنرال په تاوان پرېکړې وکړي، خو جنرال رازق يو ګام وړاندې اخلي او وايي چې نه دغه څوکۍ اوسني حکومت ورکړې ده او نه يې هم په حکومت کې څوک د ګوښه کولو واک لري.

دی وايي، خلکو غوښتی، خلک يې غواړي او تر څو چې د خلکو په کار وي، پر خپل ځای به پاتې وي.

په کورنيو او نړيوالو رسنيو کې تر يوې اندازې پورې پر جنرال رازق دا نيوکې کېږي چې پر دښمن رحم نه کوي او له مخې سره يې وژني، خو جنرال وايي، په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي او نه هم سرتېري کولای شي چې محاکمه ورسره په شا کړي او په غره کې له په لاس ورغلي دښمن سره يو وار ملامت او سلامت مالوم کړي.

پر ده ځينې کړۍ داسې تورونه هم پورې کوي چې ګواکې شخصي زندانونه لري، خو جنرال رازق وايي، نه په خامه پلمه خلک وژني او نه زندانونه لري.

“زه په جنګ کې يم او په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي. خامخا به خلک مري، خو شخصي زندانونه نه لرم. دا اوس د کندهار په دولتي زندانونو کې دوه نيم زره کسه بنديان دي. دوولس سوه يې سياسي دي. تر زرو زيات کابل ته لېږدول شوي او پنځلس سوه تنه خوشې شوي دي، که مې خلک بې‌پوښتنې وژلای؛ نو دا ټول بايد اوس مړه وای.”

جنرال رازق په دغه مرکه کې وړاندې وايي چې څو ځله ورته د حکومت له خوا وړانديزونه شوي چې ده ته به لويې څوکۍ ورکړي، خو دی دې خپل غږ نه پورته کوي، اما ده ته د حکومت تر هر څومره سترې څوکۍ، د کندهار د يوې پوستې قومانداني غوره ښکاري.

جنرال ادعا کوي چې حکومت د وطن په تاوان هغه چارې کوي چې ايران او پاکستان يې کول غواړي.

د ده په خبره، لوړ پوړي حکومتي چارواکي کرۍ ورځ يو بل ته په دسيسو جوړولو تېروي، خو که د ده مني؛ نو دغه دسيسې دې د ترهګرو او د وطن د نورو دښمنانو پر ضد جوړې کړي او هغه لګښتونه چې د يو بل له پښو څخه د خاورو په ايستلو يې کوي، هغه دې د هغو هېوادونو او حکومتونو په راپرځولو، کمزوري کولو او مټ نيولو وکړي، چې ترهګر روزي او بيا يې افغانستان ته رالېږي.

سرخط ورځپاڼه

9 thoughts on “سرخط؛ جنرال رازق وايي، ارګ د “واجا” او “جي‌ايچ‌کيو” پر  پلو روان دی”
  1. peoples are with government/warlords are one by one will remove from spots,NEED TO TIME
    now borders and corruption money going to public budget,
    government now able to correct finance,law and justice put many genrals like RAZIQ put in prison,ORE STAY at home,
    many mllionaires are angry because of frozen their money by ,,,,,,,,,,,,,,,

    POWER IS BY THE NATIONS,

  2. افغانانو ډیر تورزن او باتور کڼلې خو اخر دې خپل چرسي توب ثابت کړو . دا وخت ددې نه وو چې ته د حکومت په ضد ږغ پورته کړې او د هغه چا په ژرنده اوبه سمې کړې چې یوه ګړۍ هم ددې هیواد یووالي او د افغانانو سرلوړۍ ته وفادار نه دي . دا چې ته وایې چې حکومت نه یې مقرر کړی نو دا موقف او مقام دې په جنګ کې غنیمت نیولی ؟ لږ فکر وکړه د حکومت له فرمانه سرغړاوی (هغه هم چې تر اوسه نه دی شوی) که عطا کوي هغه او د هغه ډله خو هیشه له افغانیته منکر دي او ددې ورځې لپاره کار کوي چې افغانستان مات شي او یوه برخه یې دده د سلطنت لاندې راشي خو ته ولې دومره ساده شوې چې د ټول هیواد په سختو شیبو کې د هیواد او هیوادوالو په زخمونو مالګې وشیندې . ته په داسې څرګندونو څوک خوشحالوې افغانان ، پاکستانیان او که ایرانیان . زه به یې د استخباراتو نومونه نه اخلم ستا معرفت ورسره شاید ؟ ډیر وي . ته د هغه کندهار بچی یې چې هیواد ته یې نامتو او ویاړلي مشران ورکړي خو د تاریخ په اوږدو کې یو حامد کرزی نا اهله او د وطن د ګټو مخالف ثابت شو او تا هم نور هیر کړه او د کرزي په پله دې پل کښېښود .

  3. جنرال رازق هم خپل سیوری د سپوزمی رڼا کی لیدلی دی ، خو دا لچک پدی ندی خبر چه خلک دومره ځینی متنفر دی ځکه هغه افراد چه د په خپل ځان را ټول کړیدی هغه ټول اوباشان او غله دی او هره ورځ د ملت د لوټولو په چارو بوخت دی ، داسی نشی چه بیا لکه هغه دده پخوانی د کورنی غړی ( مشهور غله ) چه طالبانو په بولدک کی د ټانک پر میل را وځړول دده سرنوشت هم هماغسی شی ؟؟

  4. فرماییلي مې وو چې دلته ۱۷ کلنه ډیسانت شوې عاریتي ډمانکراسي د غویانو په ښکرو ولاړه ده، نن دا دی غویان مست شوي، ډمانکراسي یې له ښکرو پښو ته غورځولې غوبل کوي – له ډمانکراسۍ بل څه تمه مه کوئ ههههههه

  5. قوماندان صاحب خو ډیری ښی خبری کړی دی . ولی غواړم څو شیان اضافه کړم چی شاید بعضی خلک موافق وی.
    اول: پخواه دی جناب یو خاص څای د خلکو په زړو کښی درلوود او شخصا پر ما هم ګران وو ولی زه دا سوال کوم چی اول خو دی تر اوسه له قدرته ندی لیری شوی نو ولی چیغی وهی.
    دوهم: تاسو چی اوس خدای درکړی او مشران یاست د قدرت په وخټ کښی ولی ملت ته واقعیتونه نه وایاست او واقعیتونه باید په اثبات او د اسنادو په واسطه وی چی سیلی در باندی راشی بیا نو هرڅه چی په خوله درڅی کمرو ته ناست یاست او بیان کوی.
    دریم: دغه لوست چی ته نورو خلکو ته ورکوی اوس او تاسو دا زده کړی له ( خطا چور) واخیستی چی زه دی حکومت نیم ټاکلی او د چا پلار می هم نشی لیری کولای آیا دا په عسکری لحاظ درستی دی او په قانو ن خو نه پوهیږی. ته که واقعاٌ خدمت ګار دو وطن وی نو تنها کندهار ستا وطن دی؟ چی څان دومره میړنی او ښه قوماندن بولی ورشه ډیر دردیدلی ولایتونه شته امن یی کړه . ولی دا ته نسی کولای څکه چی په نورو ولایتونو کښی د بولدک او چمن ګمرک نسته. او شاید خلک یی هم ډیر غریب وی ستا سره مالی مرسته ونسی کړلای. مامک غوندی قوماندانان نه وی چی میلیونونه ډالر درته بهر ته یوسی. نو ر به پریږدو چی بیا خفه کیږی او دا یو څو تنه چی درباندی ولاړ دی دا هم درنه څی.
    دریم: ته چی وایی چی دی حکومت نه یی ټاکلی درسته ده ته کرزی صاحب د ځان او د خپل فامیل د ګټو د خوندی ټوب لپاره تاکلی وی ولی هغه اوس ریس جمهور ندی او نه به وی څکه دغه خلک لکه تاسو، اسماعیل خان، محقق، عطا چور او داسی نور ده هغه د لاس بی ثمره نیالګی دی او د اوسنی امیر امر فرض دی اوس که چیری وزارت داخله یا ریاست جمهوری تا لیری کوی نو بیشکه باید په خوشحالی لیری شی ته اوس په دی خام سیاست حکومت او د لوی کندهار خلک په جنګ اچوی.
    څلورم: ته او عطا چی دا ادعاووی کوی چی که تاسو نه وی مزار او کندهار به سیل یوسی، اوس کوم امن دی، ستا به ولایت کښی په رڼا ورځ د حکومت کارکوونکی په بازار کښی وژل کیږی، قومی مشران وژل کیږی، له هلمنده طالبان راڅی او بسته کنډکونه وړی، له سرمایه ګذارانو باج اخیستل کیږی، بسته کلی په پاکستان په بدل د یوی مهمانی کښی خرڅیږی، پټاوونه خو هره ورځ کیږی او داسی نور. چی بیا خفه کیږی. او اعطا چی وایی که نوی ټول شمال به داعش او طالب وړی اوس کوم آرامه دی ( یوه مزاری ماته ویل چی موږ شاید د خطا په نه شتون کښی د آرامی خوب وکړو چی یو کوچنی تجارت شروع کوی هلته دده کسان درته وایی حق مارا بیار). د خپل بقا لپاره او د پښتون د ځپلو لپاره یی په زرګونو میله وسله توزیع کړی ده. اکرم خاکریزوال د چا ه له خواه لیری او بیا په شهادت ورسید همدا غل نور وو چی ته یی اوس شاګردی ته تیار سوی یی. ته ولی په ښه والی او قوماندان پسی نه دریږی چی نور ته او هغه تاسو حمایه کوی. علتونه یی د وطن حفاظت ندی او نه ددی خوار اولس غم درسره دی صرف تاسو داوړه ډیر نا مشروع تجارتونه لری او شخصی منافع مو په خطر کښی دی او بس.
    ډیر شیان دی چی وویل شی ولی دومره درته وایم چی دا رواج پریږدی چی زه حکومت نیم ټاکلی ایسته کولای می نسی چی بیا به هر چا زده کړی او ستا زوی به هم درته وایی چی زه ستا امر نه منم څکه زه کلی لوی کړی یم.

  6. هوالله
    ژنرال صاحب دیره شه دی ددی وویل
    مگر بل چاته نیوکه کولای شی اوخپل دی حانه عاجز
    په دی معنی حکومتی ارواکی هغه کرشه چی تا په نشه دی کر
    او خپله کرشه مجهول ساتی
    اوزه به ستاسی کرشه روشانه کرم
    دتا کرشه اونور عندیوالان دی امر صاحب پنجشیر اواستاد ربانی یو دی په دی معنی چی استاد او امر صاحب تر کولابه خپل چوکی پری نشوده او تاسی هم
    لکه چی دا حوکی دتا نیکه اودپلار نه میراث پاتی دی او یا پدی ملک نور سری نشته قحط الرجال دی اوخپله
    ژوند دپردیوسیوری لاندی شپی سبا کوی
    او حان دفرعون پشان مست مغرور جور کری ده دخدای نه وویرژه او دخپل خلک اوخاوری سره جفا پریژده که نه نو ستا سرنوشت داستاد وامر صاحب په شان تیاره به وی
    په درنشت
    محمد خالد

  7. ډير افغانانو دا فکر کاوو چه تاسي به د احمدشا بابا او د ميرويس نيکه بچي يي او د داسى يوه تاريخى ښار قومندان يي چه موږ پرتا فخر کاوه خو موږ ټول تيروتي وو اوس چه تا پرده له خپله مخه پورته کړه مالوم شوى چه ته يو پاىلوچ د کندهار يي
    نعلت د پر هغو وى چه ستا پر وږه يي تاته يي دادى د جنرلى ستورى در لګولى

  8. رازق خان رښتیا وايي چه دی هیڅوک برطرفه کولی نشي، ځکه دی هم د جمعیت یا د نظار له داړه مارانو په شان یو اوباش او یاغی قومندان دئ. انشاءالله چې د ټوپکسالارانو، اوباشانو، بدماشانو، خپلسرو چاقوکشانو، غاښماتونکو زورواکانو، دغلو او رهزنانو دوران په ختمیدو دئ. هیله ده جناب ولسمشر خپل هوډ ته د عمل بڼه ورکړي، او قانون پر دوی عملی کړي، په یقین چې دولس اعتماد به پر حکومت ډیر شي او افانانان به د دې ظالمو مزدورانو له منګولو څخه نجات ومومي. که غواړی د رزاق خان په جنایاتو پوه شی، نو دغه لاندې لیکنه چې د ځلاند په ویب پاڼه کې څو موده مخکې خپره شوه له نظره تېر کړئ!
    « دټوپکسالارانو خودسري او د دوه سره حکومت بی وسي: ځلاند ویب پاڼه»
    حسیب حکیم

  9. و هلکه جنراله!
    جنرالی او ولایت دواړه حکومتی منصبونه دی ، دسقاویانو پرپل،پل مه ږده هغه خو فکر کوی چی د ولایت نه لویدل داسی دی لکه انتحار .
    که حکومتی منصب او اعتبار نه وای دومره نه لوییدی او بیا به د چا شخصی مزدوران یا خبیث ارذل الناس درته ویل کیدل ،نوره جنرالی مه شرموه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *