د قلم لار ټولني لخوا د بدخشان پوهنتون پښتو څانګه کې پښتو کتابتون جوړ سو. تر دې مهال پښتو څانګي کتابتون نه درلود د قلم ټولني لخوا دا شپاړس کتابتون دی چې پرانیستل کیږي د قلم لار ټولني نور کتابتونه په نورو ولایتونو کې پرانیستل سوي دي تر څو په سیمه کې ټول لوستي ځوانان تري د مطالعې لپاره ګټه واخلې او خپل زیات وخت مطالعې ته ځانګړی کړي
قلم لار ټولنه به په نژدي راتلونکي نور کتابتونه هم د عامې مطالعې په موخه د هیواد په نورو ولایتونو کې پرانیزي د یادولو وړ ده چې د قلم لار ټولني د غړو لخوا کتابونه د خلکو راټولیږي او بیا تري د اړتیا مطابق په سیمو کې کتابتونونه جوړیږي چې د کتاب راټولو کمپاین یې ډیرو ته معلوم او له دې لاري یې ګڼ شمیر کتابونه راټول کړي ديسعطاالله ویسا