تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي، یوه سړي چې د افغان امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، د ناټو پر عسکرو ډزې وکړې او درې سرتېري یې ووژل.
ایساف ځواکونو په ټویټر کې ویلي چې دا برید د افغانستان په ختیځ کې شوی دی.
په کابل کې د ایساف ویندوی پېښه تایید کړه خو د هغې په اړه یې نور جزییات څرګند نه کړل.
ایساف ځواکونه عموماً تر هغو د خپلو وژل شویو پوځیانو نومونه، ملیت او د پېښې ځای نه ښيي چې د هغوی د کورنۍ غړیو ته یې خبر نه وي ورکړی.
ایساف دا کار د دې لپاره کوي چې د نورو عسکرو د کورنیو غړیو ته تشویش پیدا نه شي.
د نورو د کورنيو غړو ته خو هغه وخت تشويش لا ډېر دی چې د وژل شويو عسکرو هويت نه وي پيژندل شوی، نو هر ه کورنۍ به په دې تشويش کې وي چې ددوی زوی يا پلار نه وي. خو چې هويت يې وويل شي، نو هماغه کورنۍ به وير کوي چې کوم خپل يې وژل شوی، هغه نورې سل زره کورنۍ خو به له تشويشه خلاصي وي. فکر نه کوم چې دا دې يې دليل وي.
Deer qamaqal khalak di,za kha da chee ham dagh se da.