تاند- د افغانستان د ملي امینت ریاست وايي، په پلازمېنه کابل کې یې د داعش د سختدریځې ډلې یوه ستره تروریستي حمله ناکامه کړې او د حملې په دسیسه کې شامل کسان یې نیولي دي.
د ملي امنیت د ریاست له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، د دې ناکامې کړای شوې دسیسې په تړاو یې ۱۳ تنه نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست همداراز وايي، د داعش مشکوک غړي یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په کابل ښار کې په داسې حال کې نیولي چې هغوی د حملې لپاره تیاري نیوله.
د ملي امنیت د ریاست په وینا په نیول شویو کسانو کې بهرنیان هم شامل دي.
دې ریاست نه دي ویلي چې بهرنيان د کوم هیواد اتباع دي او شمېر یې څو دی.
داعش تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دې ډلې په کابل کې په خپله وروستۍ حمله کې، چې د تبیان پر کلتوري، ټولنیز مرکز یې وکړ، تر ۵۰ زیات کسان ووژل.
دا ډله د طالبانو خلاف عموماً پر شیعه ګانو بریدونه کوي.
وروره په دې ډول نه کیږي چې ونیسه او بندي کړه، دا دې راونیسي او په زرنګار پارک کې دې د خلکو په مخ کې دې یې راځوړند کړي چې نورو ته د عبرت درس وګرځي. دوی یې بوځي هلته یې د میلمستونونو په څېر محبسونو کې واچوي هغوی لا خوشحال شي ځکه له راتګ نه مخکې یې د غرونو سمڅو کې وخت تېر کړی وي له سمڅو نه خو ورته محبسونه ښه وي نور هم خوشحال شي.