تاند- یوه سیاره ګۍ، چې قطر یې ۱۵ متره و، د مځکې له څنګه په داسې حال کې تېره شوه چې سرعت یې په یو ساعت کې ۳۴ زره کیلومتره و.
دا په ۲۰۱۷ م کال کې دوه پنځوسمه یا وروستۍ سیاره ګۍ وه چې د مځکې له څنګه تېره شوه.
مخکې تر مخکې ساینسپوهانو اټکل کړی و چې د دسمبر میاشتې په نیمايي کې به یوه کوچنۍ سیاره د مځکې له څنګه تېره شي.
خو دا سیاره ګۍ د دسمبر په نیمايي کې نه بلکې تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د دسمبر په اته ویشتمه تېره شوه.
د دوی په وینا د دې سیاره ګۍ پلنوالی به ۵ کیلو متره وي.
د روسیې د ایمانویل کانت پوهنتون ساینسپوهانو ویلي و چې دا کوچنۍ سیاره (۳۲۰۰Phaethon) نومول شوې او دقیقاً به د دسمبر په اوولسمه د مځکې له څنګه تېره شي.
ناسا پخوا د دې سیاره ګۍ په اړه ویلي و چې ممکن خطرناکه وي. ناسا همداراز ویلي چې دا سیاره ګۍ به له مځکې ۱۰ ملیونه او درې لکه کیلومتره لېري تېرېږي.
د ساینسپوهانو په وینا د دې سیاره ګۍ عجیب مدار سبب کېږي چې لمر ته ډېره نژدې شي.
دا سیاره ګۍ د مځکې او سپوږمۍ ترمنځ تېره شوه.
تر دې وړاندې د سږ کال د اګست میاشتې په وروستیو ورځو کې یوه نسبتاً لویه سیاره ګۍ د مځکې د کرې له څنګه تېره شوې ده.
د فلورانس په نوم دا اسماني پرښه یا ډبره، چې اندازه یې ۴ کیلومتره او ۴ سوه متره وه، د اګست په دېرشمه د مځکې کُرې ته نژدې تېره شوه او هیڅ خطر یې پېښ نه کړ.
له اټکلونو سره سم فلورانس له مځکې تر ټولو په نژدې حالت کې ۷ ملیون کیلومتره واټن درلود.