تاند- یو کاناډايي، چې له خپلې امریکايي مېرمن او ماشومانو سره په وروستیو کې په پاکستان کې د طالبانو له منګولو وژغورل شو، په خپل هیواد کې د ۱۵ جرمونو له تور سره مخامخ شوی دی.

د کاناډا تبعه جاشوا بویل له خپلې امریکايي مېرمن او درو ماشومانو سره د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې په پاکستان کې له حقاني شبکې څخه وژغورل شو.

بویل او مېرمن یې د افغانستان د سفر په ترڅ کې د طالبانو د حقاني شبکې له لوري وتښتول شول. د برمته توب په مهال د بویل مېرمن اومیندواره وه.

د یرغملتوب په لړ کې د دوی ۳ ماشومانو وزېږېدل.

دوی له خوشي کېدو وروسته کاناډا ته ستانه شول خو اوس په کاناډا کې بویل پر ۱۵ جرمونو تورن شوی دی. په دې جرمونو کې جنسي تېری، د وژونکي درمل کارول او د قتل هڅه شاملېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې په جاشوا بویل باندې د تجاوز او حملې ۸، د جنسي تېري ۲، په زوره د انسان د ساتلو ۲ او د وژونکې درمل د استعمالولو ۲ تورونه پورې شوي دي.

جاشوا بویل همداراز په دې تورن دی چې یو ځل یې یو تن په وژلو ګواښلی، په یو بل مورد کې یې پولیس تېرایستلي دي.

ده دا ټول جرمونه له خوشي کېدو وروسته د ۲۰۱۷ د اکتوبر له څوارلسمې د همدغه کال د دسمبر تر دېرشمې پورې په کاناډا کې کړي دي.

پرون /چهارشنبه/ د کاناډا د اوټاوا محکمې د بویل پر دوسیو غور پیل کړ.

د بویل یوه مدافع وکیل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې موکیل به یې محکمې ته حاضر نه شي.

د دغه وکیل په وینا بویل په توقیف کې دی خو د اوټاوا ښار پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بویل امریکايي مېرمن کیتلن په یوه پیغام کې، چې تورینټو ستار ورځپاڼې خپره کړې ده، ویلي«د ځانګړو تورونو په اړه تبصره نه شم کولی، خو د کلونو کړاوونو د ده پر روحیې اغېز کړی دی.»

کیتلن دا هم لیکلي چې د دې خاوند د خپل عمل مسوول دی.

جاشوا بویل پخوا د ګوانتنامو د پخواني بندي عمر خدر له خور زینب خدر سره واده کړی و.

د زینب پلار د القاعده شبکې یو مهم مالي ملاتړ کوونکی ګڼل کېده او له اسامه بن لادن سره یې هم ارتباط درلود.

One thought on “د حقاني شبکې له بنده خلاص شوی کاناډايي په خپل هیواد کې په ګڼو تورونو محاکمه کېږي”
  1. هاهاهاااااااااااااااااااا حقانی شبکه نه وه ، د پاکستان په بند کی وو
    تاسی هم جالبی خبری کوی هاهاهاااااااااااااااااااااااااااااااااااااااااا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *