امیر عبدالرحمن خان

۱ – د سردار محمد اسحاق پاڅون:

د امير عبدالرحمن او د ده د تره زوی محمد اسحق خان باور هغه مهال د شک وړ وګرځېد چې د ميمنې والي دلاور خان د امير په وړاندې پاڅون وکړ او ده خپل د کاکا زوی د ترکستان والي د هغه د ځپلو لپاره وګماره.

«دلاور خان لومړی يې د روسيې چارواکو ته ليک وکيښ خو هغو ورسره مرسته ونه کړه. بيا يې په بلوچستان کې رابرت سنډيمن Sir Robert Sandeman ته وړانديز وکړ چې زه د انګليستان د حکومت نوکر يم ستاسو د ملاتړ غوښتونکی يم…»[1]

هغوی هم کومه مرسته ورسره ونکړه. امير محمد اسحاق ته وکښل چې هغه ته سزا ورکړي.

«د ترکستان حاکم وويل چې د ميمنې حاکم ډېر ځواکمن دی… فکر کوم اسحق خان زه وغولوم… هغه يو غدار وو چې وروسته يې سپين سترګي څرګنده شوه.»[2]

د امير عبدالرحمن له سپين سترګۍ نه موخه همدا وه چې د ده پر ضد يې پاڅون وکړ.

که څه هم د امير په وړاندې د شغنان او روشان حاکم مير يوسف علي هم پاڅون کړی وه او د هغه د ځپلو لپاره يې پوځ لېږلی وه خو ده ډېره وېره له خپل تربور محمد اسحاق خان نه لرله، هغه پدې نه چې نوموړی د سردار محمد ايوب خان په څېر ده ته په يوه ستر ګواښ بدل شي. د دوی تر مينځ په ۱۸۸۸ ز کال اختلاف دې ټکي ته ورسېد چې سردار وويل امير عبدالرحمن په لغمان کې مړشوی دی.

امير عبدالرحمن خان د اسحق خان پاڅون ته د دريمې (۳) کورنۍ جګړې نوم ورکړی دی چې د غلام حيدر خان (۱۳۰۶ هـ) څرخي له لاسه يې ماته وخوړه او په ځای يې همدغه جنرال غلام حيدرخان د ترکستان سپه سالار وټاکل شو او اسحق خان روسيې ترکستان ته پناه يوړه.

۲ – په لغمان کې د کولمان (قلمان = کلمان) د خلکو پاڅون:

لا هغه مهال چې امير عبدالرحمن خان واک ته نه وو رسېدلی، د انګرېزانو د بريد په وخت کې يوشمېر ګډوډۍ او خپل مينځي اخ و ډب د هېواد په يو شمېر سيمو کې روان وو.

هغو کسانو چې د هېواد په ختيځو سيمو کې کوم ناسم او ناوړي کارونه کول نو د ځان د پټولو لپاره به دغو غرنيو سيمو ته تلل او بيا به يې له هغه ځايه بريدونه کول، چې دغو بريدونو د امير عبدالرحمن خان د واک تر مهاله دوام وکړ په هغه وخت کې داسې يوه ولسي سندره ويل کېده: سالار ويلې ډاګي – ته ځغله په تادي – امير صاحب ته وايه ياغي شوی دی کلمان – تورو غرونو کې مکان – جنګ دی په کلمان. امير بيا سپه سالار دوست محمد خان جبارخېل، غلام حيدر خان توخي، مير ثناګل، محمد ګل خان جبار خېل، محمد افضل خان جبارخېل او نور د يوه لښکر په ترڅ کې په (۱۳۰۴ هـ) کال د لغمان د سنګره کلي د ميا خېلو په ډاګ کې واړول.

د کولمان ځانګړی جغرافيوي جوړښت داسې دی چې د پوځ ډله ييز ورتګ ګران وه نو ځکه يې د ځانګړي پوځ په نوښت دا بری ترلاسه کړ چې د کولمان خلک ورسره روغه جوړه وکړي.

امير عبدالرحمن خان د کولمان د کورنيو شمېر زر کلي ښودلي دي چې يوشمېر مشران يې ګرشک، بغلان، زرمت او خوست سيموته ولېږل. د کولمان سيمه د نيازيو د پراخې سيمې ختيځ ته يوه غرنۍ سيمهده او د نيازيو له خلکو سره ښې اړيکې لري. د امير په وخت کې نيازی ډبر ۱۲ زره کورنۍ حساب شوې دي.

۳ – د شينوارو پاڅون:

له هندوستان نه تر پېښوره بيا تر کابله پورې دغه لويه لاره ځکه مهمه وه چې سوداګريزه توکي به له دغې لارې نه لېږدېدل.

له پېښور نه تر جلال اباد پورې ډېر قومونه په دغه لاره کې اباد دي چې موږ اپرېدي، مومند او شينواري، د بېلګې په توګه يادولی شو.

شينوارو د امير عبدالرحمن خان د واک په مهال هم د تېر په څېر د نورو قومونو غوندې له سوداګرو نه باج اخسته.

امير د مرکزي حکومت د ټينګښت لپاره شينوارو ته ګواښ وکړ چې نور سوداګر ونه ځوروي.

هغه وو چې شينوارو په ۱۸۸۲ ز کال د امير په وړاندې پا څون وکړ. په سرکې د څرخي غلام حيدر خان لخوا په ډېرې اسانۍ ارام شول. ولې کله چې يوشمېر مشران ووژل شول. بيا يې په يوه لوی پاڅون لاسپورې کړ.

دغه وخت کې د لاتي ولي محمد خان زوی نور محمد خان چې پلار يې له انګرېزانو سره هند ته تللی وو، د دغو پاڅون والو د لمسون لپاره يې ځان سيمې ته را ورسوه.

د دغې جګړې نښې نښانې ان تر لسو کالو دوام وکړ چې پدې تړاو پخپله امير پخپل کتاب سراج التواريخ کې ليکلي دي:

«نور محمد د سردار ولي محمد زوی له دوه مشهورو غلو «سادو» او «داود»… سره يو ځای شو… ما غلام حيدر خان چې اوس د ترکستان سپه سلار دی … ور ولېږه… ډېر کسان يې په ډګر کې مړه شول… ما امر وکړ (د ۱۸۸۳ = ۱۳۰۱ په ژمي کې پخپله جلال اباد ته روان شوم) چې د جنګي مړو له سرو نه دوه څلي جوړ کړئ… دا کار مې د دې لپاره وکړ چې نور وګړي پوه شي… څوک چې مساپر وژني دايې سزا ده.»[1]

امير له دې جګړې سربېره د زرمت، منګلو شغنان او ميمنې جګړو ته هم ګوته نيولې ده چې د مخه يې يادونه وشوه.

د هزاره ګانو پاڅون:

امير عبدالرحمن خان د هزاره ګانو په اړه هم داسې انګېرله، لکه څنګه چې شينوارو مساپران او کاروانونه لوټل دارنګه،

«هزاره ګانو هم په لاره کې د مساپرو امنيت ته ګواښ پېښاوه… پر دې سربېره د هغوی ځنې مشرانو لما سره د ملګرتابه اړيکې درلودې… خو په ۱۳۰۶ کال کې، چې زه د ترکستان د دې لوی کړاو له امله خواشينی وم… مزار شريف ته روان وم. نو د هزاره وو د شيخ علي پنوم يوه قبيله چې د باميانو د سيمې شمالي او سويلي اړخ ته (وسېدله زما پر ضد را پاڅېدله.»[2]

لکه چې امير په خپل کتاب تاج التواريخ کې په ډاګه کړې ده چې د هزاره ګانو يوشمېر مشرانو له ماسره ملګرتيا درلوده. په همدې تړاو د دې قبيلې يو بل مشر محمد عظيم بېګ وه چې د «ايزنګي د سه پای» قبيلي مشر وه په ۱۸۸۷ ز کال امير ته د يوه ليک په ترڅ کې وکښل چې پښتنو او هزاره ګانو تل د تېرو پاچاهانو په وړاندې پاڅونونه کړي دي او موږ هم دغه کار کړی دی. اوس زه له تاسو غواړم که چېرې ما ته سرداري راکړی شي زه به ستا حضور ته راشم.

له بده مرغه يوشمېر قومي او سيمه ييزو مشرانو او روحانيونو خپل ولس او وګړي له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي ول. له بزګرانو به يې غلې او دانې ټولولې د څارويو باج به يې اخسته، د قروتو او غوړيو ډېر عايد او د ډول ډول شتو ډېره برخه به يې خپلو خانانو او ملايانو ته ورکوله. نو ځکه خو دوی ولس دېته لمسوه چې د حکومت په وړاندې ودرېږي.

امير شېرعلي خان د واک په مهال هم يوشمېر خانانو لکه مير ناصر بېګ او شېرعلي خان چې د جاغوري هزاره ګانو مشران وه د پاچا دربار ته لاره پيدا کړه چې پدغه لړ کې شېر علي خان ته يې د «سردار شېر علي خان» لقب ورکړ.

د ده زامنو په ۱۸۸۶ ز کال د امير عبدالرحمن خان په وړاندې پاڅون وکړ چې موږ ابراهيم سلطان، عبدالعلي خان، سلطان علي خان او لمسی يې حيدر علي خان يادولی شو.

قومي مشرانو به دولس وګړي د دې لپاره لمسول چې ماليات او شته يې د دوی په ولکه کې پاتې وي او د هزاره ګانو، شيعه عالمانو چې د ايران له مشهد پلوه شيعه ګانو سره يې اړيکې لرلې ددې لپاره دوی هڅول چې سوني مذهبه وګړي مسلمانان نه دي او ګنې حکومت هم د دوی دی.

امير عبدالرحمن په خپل کتاب کې ليکلي دي چې مير حسن خان او ځنې نورو مشرانو د شيخ علي وګړي (۲۲۱ مخ ) د حکومت په وړاندې وسلوال کړل د اړدوړ لومړی بنسټ يې کېښود، جوپې يې ولوټلې او بيا يې په افغان پوځ بريد وکړ.

امير چې کله په ۱۸۹۰ ز کال له ترکستان نه فارغ شو بيا يې پام باميانو ته واووښت.

امير عبدالرحمن خان په ۱۸۹۱ز کال د سلطان محمد خان طلايي زوی عبدالقدوس خان د باميانو والي وټاکه. نوموړي د دې لپاره چې هزاره جات ايل کړی وي له درې خواوو يې (کندهار، هرات او کابل) خپل ځواکونه باميانو ته وخوځول.

که څه هم يو شمېر مشرانو لکه مير فضيلت بېګ او مير محمد رضا بېګ بيا هم د جګړې اور ته لمن وهله ولې عبدالقدوس خان د دوی مهم مورچلونه، کلا ګانې او د دوی مرکزونه له مينځه يوړل او ګڼ شمېر مشران يې لاس تړلي کابل ته واستول.

په سر کې عبدالقدوس خان بريالی برېښېده خو د يو شمېر مامورينو د ناوړه چلند له مخې او ان تر دې چې سوني مذهبو تور لګوه چې شيعه وګړي د اسلام دوه تنو خليفه ګانو ته سپکاوی کوي او شيعه عالمانو هم د مذهب په پلمه خلک لمسول.

ولې کله چې د ګل بېګم (شرين جان) پر لمن تور داغ د امير د يوتن نږدې کسانو لخوا ولګېد پاڅون وال لا په غوسه شول او له روزګان نه نيولې تر غزني، باميانو او ان د ايکوندي پورې له هرې درې او سيمې نه عمومي پاڅون پيل شو.

ان تر دې چې د امير نږدې دوست، محمد عظيم خان هم له خپل قوم سره د خواخوږی په نوم يوځای شو. په پای کې دغه پاڅون په دومره بېرحمۍ وځپل شو چې ګڼ شمېر يې ووژل شول او ډېر له هېواد نه ايران او کوټې ته کډوال شول.

«کوم چې له جنګ نه وروسته کورونو ته راستانه شول د ساري په توګه له شل (۲۰) زره کورونو څخه يوازې شپږ (۶) زره کورنۍ بهسودو کې پاتې وې.»[1]

۵ – نورستان:

نورستان د خپل جغرافيوي جوړښت له مخې هغه غرنۍ سيمه ده چې نيول يې هر زور واک او او ښکېلاک ته اسانه کار نه وو.

همدا لامل وه چې ان د امير عبدالرحمن خان تر مهاله يې هم له خپلو سيمه ييزو دودونو سره شپې او ورځې تېرولې، اسمانڅکو نښترو يې د غرونو هسکه شمله پخپلو ښېرازو زنبقونو پوښلې وه. ډنګر او مټورو ځوانانو يې چا ته د غلامۍ سر نه وو ټيټ کړی.

هغه مهال چې د امير ځواکونو د کولمان، ورته غرنۍ سيمه د واک تر ګروت لاندې راوسته نو بيا يې د لغمان د الينګار سيمې د کونړ تر اسماره پورې يو شمېر ځوانان پخپل پوځ کې ونيول. دا ځکه چې د دې سيمې وګړو د نورستان له خلکو سره تګ او راتګ درلود.

د الينګار، اليشنګ او د کونړ ځوانان يې دېته وهڅول چې د سيمه ييزوو مشرانو پر مټ هم نورستان اېل کړي او هم د اسلام سپېڅلی دين هلته خپور کړي.

امير په ۱۸۹۶ کال (۱۳۱۳ هـ کال) د ژمي په مياشت کې (ژمی ځکه چې دوی د يخنۍ له کبله په کوکې وو.) له څلورو لارو:

محمد علي خان د پنجشېر لخوا، د کونړ د اسمار له لارې جنرال غلام حيدر خان څرخي، د لغمان له لارې فيض محمد خان څرخي او جنرال کتا خان د بدخشان له لوري دېته وګمارل شول چې په خپل ناڅاپي بريد نورستان لاندې کړي.

پوځ په ډېرې زړورتيا تر پسرلي پورې نورستان ونيو او بيا يې د يو شمېر مشرانو په ګډون په دې لړ کې د ميرزا حسين خان کوټ اولدار په مشرۍ دينې عالمانو، سيمه ييزو خانانو، ملکي او نظامي ټولګيو ته دنده وسپارله چې له يوې خوا د اسلام سپېڅلی دين خپور کړي او له بلې خوا اداري چارې ورغوي او هم د نورستان له وګړو سره اقتصادي مرستې وکړي.

ولې کوم پاڅونونه چې د امير په وړاندې وشول د ده د ژوند تر پايه دوام وکړ، هغه د مومندو، شينوارو، يوسفزيو، اپرېديو، ورکزيو، وزيرو، مسيدو او نورو قومونو پاڅون وو چې د ډيورنډ د کرښې پر وړاندې ودرېدل او اميرته يې ترپايه ښه ورځ ور نه کړه.

که حه هم امير د نورستان د جنګ په تړاو په خپل کتاب تاج التواريخ کې کښلي دي چې ګني دا وروستۍ جګړه وه:

«ټول کافرستان «د قلوم» په ګډون (د قلوم مخې ته يو ډبرليک دی ويل کېږي چې د تېمور په وخت کې کښل شوی دی) ونيول شو. د اسلام دين يې ومانه… زما په پېر دا په افغانستان کې وروستی جنګ وو.

2 thoughts on “د امير عبدالرحمن خان لخوا د پاڅون والو ځپل | شهسوار سنګروال”
  1. دا دوه نومونه یو « سادو » او بل «دادو » دوی دادواړو د کابل پرشاوخوا کې داړې اچولې ، داسې لکه په راوروسته کې زرداد خان هم ترسره کړې . خو امیرونیول او سم سزایی ورکړه . فقط یوه یادونه وه .
    ز ر

  2. په اوس وخت کې افغانستان یوځل بیا امیر عبدالرحمن خان ته ضرورت لري چې له قانون نه سرغړونکي او جګړه ماران یو په بل پسې د جهنم تورې کندې ته ورټېل وهي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *