همت یار جانزی:پکتیکا

دشنبي په ورځ غرمه مهال دوو نامعلومو وسلوالو چي په موتر سایکل سپاره ول د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کي د جنازي د لمانځه د ادا کیدو په وخت د ټوپک په ډزو سره یوتن وواژه او دوه نور یي ټپیان کړل.

د یادي ولسوالۍ د جنایي پیښو پر وړاندي د مبارزي امر زلمي تاند ته د پیښي د تایید تر څنګ وویل چي یاد کسان عام وګړي دي.

هغه وايي چي یوازي وژل شوی شخص چي  حکیم نور نومیږي څو کاله وړاندي یي له دولت سره د میلي پولیسو په لیکو کي دنده اجرا کړي ، خو اوس يي کومه دولتي وظیفه نه درلوده.

زلمی دپیښي اصلي لامل شخصي دښمني بولي.

ځایي اوسیدونکي وایي چي پیښه ډیره دردوونکي وه او تر پیښي لږه شیبه وروسته پولیس سیمه ته راغلل خو موټر سایکل سپرو سیمه پریښودلي وه.

ددوی په خبره ټپیان د درملني په موخه د ارګون ملکي روغتون استول شوي او روغتیایي حالت یي د ډاډ وړدی.
تر اوسه ددي پیښي په اړه کومي ډلي رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *