تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون /پنجشنبه/ وویل، هیواد به یې پر خپله خاوره د بې پېلوټه الوتکو حملو ته مناسب ځواب ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمدفیصل د دې خبرې د کولو په مهال توضیح ورنه کړه چې څه ډول مناسب ځواب.

ده، چې په اسلام اباد کې یوې خبري غونډه ته خبرې کولې، همداراز وویل:«د پوځ د رسنیو څانګې مخکې ویلي او په وضاحت یې ویلي چې د بې پېلوټه الوتکو حملو ته به مناسب ځواب وویل شي.»

ده د امریکا نوم وانخیست خو د پاکستان پر خاوره عموماً د امریکا بې پېلوټه الوتکې حملې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا هم وویل چې د پاکستان د خلکو په ژوند کې سخت وخت راغلی خو پاکستانیان ژوندي خلک دي او نه بېرېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروسته له دې د امریکايي الوتکو له حملو سره مخالفت کوي چې د امریکا ولسمشر په یوه ټویټ کې پاکستان د امریکا د ۳۳ ملیارد ډالرو په بدل کې په درغو تورن کړ. ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په لومړۍ نېټه په یوه ټویټري پیغام کې ولیکل «د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ ملیارد ډالره زیاته مرسته ورکړه، او دوی د دې په وړاندې بې له درواغو هیڅ رانه کړل. دوی هغو تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورکړل چې موږ یې په افغانستان کې د ځپلو هڅه کوو…»

پاکستاني چارواکي وايي چې د امریکا مرستې یې د تروریستانو پر ضد پر جګړه مصرف کړي دي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل:

«دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې دوی به پاکستان ته د امریکا د ورکړل شویو پیسو ریکارډ اعلان کړي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *