تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک مسټر خبرداری ورکړ چې د امریکا او پاکستان اړیکې نور په دې ډول دوام نه شي کولی چې اسلام اباد د تروریستانو د ځپلو په برخه کې سلیقوي چلند کوي، یو شمېر ځپي او د یو شمېر نورو ملاتړ کوي او خوندي پناهځایونه ورکوي.
مک مسټر له امریکا ږغ سره په مرکه کې وویل، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د ولسمشر ټرمپ دا ټویټري پیغام چې پاکستان درواغ وايي او تروریستانو ته پناهځایونه ورکوي، په دې خاطر ورکړ چې له پاکستانه مایوسه شو چې په خپله خاوره کې تروریستان نه ځپي.
ده د تروریستانو په وړاندې د پاکستان سلیقوي مبارزه، یعني طالبانو او حقاني شبکې ته پناه ورکول او د نورو ځپل د پاکستان د خلکو د ګټو خلاف وبلله.