تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري پر پاکستان د نژدې یو ملیارد ډالره مرستې له ځنډولو وروسته پاکستان پر افغانستان او متحدو ایالتونو د فشار لپاره شاوخوا ۲ ملیونه افغان مهاجر له خپلې خاورې په یوه میاشت کې باسي.

د دسمبر په ۳۱ په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکلې موده پوره شوه، خو د دغه هیواد حکومت مخکې تر مخکې ویلي و چې د افغانانو هستوګنه به ۶ میاشتې نوره هم اوږده کړي.

اوس د پاکستان کابینې پرېکړه کړې چې ټول افغان کډوال باید په یوه میاشت کې دننه د پاکستان له خاورې ووځي.

د جرمني خبري اژانس وايي، پاکستان دا پرېکړه په داسې وخت کې وکړه چې د کډوالو لپاره د ملګروملتو لویې کمیشنرۍ او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دې ته انتظار ایست چې پاکستان به د ۶ میاشتو لپاره د افغان کډوالو د هستوګنې موده اوږده کړي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی قیصر اپریدي نن /جمعه/ د پاکستان د کابینې پر پرېکړې اندېښنه ښکاره کړه.

پاکستان په تېرو کلونو کې هم پر افغانستان د فشار لپاره په ژمي افغان کډوالو په زوره ایستلي دي.

4 thoughts on “ملګروملتو د پاکستان له لوري په یوه میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه اندښنه ښکاره کړه”
  1. د کډوالو ویستل او د سرحد تړل همدا دوه وسیلی د فشار دي چه پکستان سره وو.
    سرحد تړل خو نور کار نه ورکوی او دا کډوال چه هم راشی خدای مهربان دی یوه چاره به یی وشي.
    دا د ۲۸ ملیونه افغان چه افغانستان کی اوسی د ۲ نورو ملیونو هم خدای چاره کوی. چه د پکستان له شره خلاص شو. د مهاجر په نوم راته تروریستان ساتي.
    یا درته مهاجر واپسـ کوم او یا می پریژدي چه ترورستان وروزم او هره ورځ مو ووژنم.
    پرکستانه واپس کړه دا مهاجر. د ستا له پناه نه توبه ده خو دا تروریست مه رالیژه. زمونژ اقتصاد به خپله سم شی چه جنګونه نه وی. هر چا ته به د کار زمینه برابره شی چه پورکستانه تروریست راته ونه لیژی.

  2. دوه ميلیونه افغانان چې لاتراوسه په فکیستان کې اوسي ، باید ژر تر ژره خپل وطن ته راستانه شي او د هېواد په تودو ولایتونو کې لکه ننګرهار او کندهار کې د افغانستان د دولت له خوا ورته ټول امکانات برابر کړل شي.
    پردی کټ خو تر نیمو شپو وي. یا خپل کور او یا خپل ګور.
    په خپل وطن کې له لوږې ، تندې ، سړو او جګړو له لاسه نه مرئ ، خو د فکیستان دا هره ورځ پيغور تاسو وژني.
    که په اوسط ډول هره کورنۍ له پنځو تنو نه جوړه شوي وي ، نو دا دوه ميلیونه افغانان ټول څلور سوه زره کورنۍ کيږی او که دوی د هېوا په 34 ولایتونو ووېشو . نژدې 11800 کورنۍ هر ولایت ته رسيږي. که دوی د ژمې په وخت کې په ښوونځیو او عام المنفعه ځایونو کې ځای پرځای شي ، انشا ء الله د دوي ټوې ستونزې به حل شي.
    حسن

  3. دا د پاکستان د معامله ګرو او مفسدو حکامو اخلاقی او انسانی بله کمزوری ده چی مظلوم افغان مهاجرین ځوروی ،رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :
    من لایرحم لا یرحم
    رب العزت ښه انتقام اخیستونکی دی او هغه دی د ټولو مظلومانو انتقام واخلی
    مګر مهاجرین په کور کول هم ډیر ضروری کار دی که د مهاجرینو وزارت ابتکار او قوی احساس درلودای دا تیر ۱۶ کلونه د مهاجرینو د عودت لپاره کافی وخت وو خو متأسفانه اکثریت حکام په فساد مصروف وو او ملی مسایلو او قضایاوو ته یی وخت نه درلود ، ای کاش همدا مفسدین اوس د نا مشروع ائتلافونو پر ځای ووایی چی ظاهر مشرقی کی ۱۰۰۰ کورنیو پالنه او خدمت کوی ،معلم عطا امپراطور بلخ د ۲۰۰۰ کورنیو پالنه او خدمت کوی ، رازق جان هم تر چا کم ندی د ۱۵۰۰ کورنیو پالنه او خدمت کوی ، احدی صاحب هم د ۳۰۰۰ کورنیو پالنه او خدمت کوی او همداسی وکیلان او نور.
    ددی سره اولا په (فاستبقوا الخیرات) باندی عمل کیدو چی دا ښه شرف او عزت وو بیا نورو ته درس وو منحیث د صالح مشرانو.
    او د بلی خوا هم کفاره وه د خیانتونو لپاره او هم ښه امید وو د ملت لپاره چی دادی نور مشران په خود شوی د فسادی ائتلافونو پر ځای ، دخدمت ظرفیت هم لری او د تعاونوا علی البر والتقوی عملی تمثیل به شوی وو او د دولت اصلاحی کارونو او بریاوو ته به خنډونه هم نه وو ایجاد شوی او د دغه بد نامو وروڼو د حیثیت او عزت اعاده هم ورکی نغښتی وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *