محمد هلال سمسور
په پردي وطن کې اوسېدل د هېچا زړه نه شي تسکین کولی. خپل کور که ګور هم شي د انسان لپاره ځکه ښه دی چې د بل چا منت نه لري. که ښه خورې او که بده څوک مو د خپلو اوږو بار نه ګڼي. هغه مهال چې ملیونونه افغانان په پاکستان کې اوسېدل ځان ته یې لویې ټولنې درلودې هغه وخت هم دوی ځورول کېدل وهل او ټکول کېدل. اوس چې د کډوالو شمېر کم شوی، د افغانستان او پاکستان وضیعت خړپړ شوی نو دا ځورونه څو برابره زیاته شوي خو افسوس افغان کډوال یې احساس کړی شي. په پاکستان کې بلا استثنا هېڅ افغان ته په سمه سترګه نه کتل کېږي. هلته یې نوم [کابلی]، [ماجر] او [ګیلم جم] دی. پخوا دا ډول نومونه د هېچا د تحمل وړ نه وو اوس د جاوسوس نوم هم پورې شوی.
د ولسي تنګ نظریو ترڅنګ د حکومت او پولیسو لخوا هم افغان کډوال هره ورځ ځورول کېږي. هره ورځ هغوی ته ښکنځل او بد رد ویل کېږی او بیا هم کډوالو سترګې پټې، غوږونه کاڼه او زړونه مړه ګڼی نو سړي وايی چې دا خلک ریښتیا هم پنجاب صفته شوي او ډېر هغه شرمونه نه شي احساسولی چې پخوا به همدوی ورپورې خندل. هره ورځ دا کډوال ځورول کېږي. هره ورځ یې د شړلو خبره کېږي، هره ورځ ورته ویل کيږي لاړ شئ. په پښتو کې متل دی: (ومه خورې غوړي چې پرې و دې وځي وړیکي). دې کډوالو هلته څه لیدلي! پاکستان خو داسې پرمختللی هېواد هم نه دی چې ووایو والله ځه پدې ارزی چې دا ټولې ستوغې او سپورې یې وزغمل شي.
په افغانستان کې ستونزې شته خو له دې ټولو ستونزو سره سره ملیونونه افغانان خپل هېواد ته را ستانه شول او دلته که [سپوره خوري او که غوړه] د پنجاپيانو له منت او توهین څخه خلاص دي. دغه کډوال چې کله پاکستان ته لاړل نو خالي لاس وو او په خپله یې زحمت و ایست او ځان ته یې لږ یا ډېر کاروبار جوړ کړ. که همدغه کډوال په خپل کلي او خپل هېواد کې دومره تکلیف وباسي نو کولی شي د ځان لپاره داسې کاروبار جوړ کړي چې هم خپله پرې بسیا شي او هم د یو بل افغان ورور کار ورسره سم شي.
هېڅ داسې با وجدانه افغان به نه وي، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان له دښمنۍ څخه خبر نه وي او عملا یې په سترګو نه ویني. پاکستان د افغانستان پر ضد له هرې حربې او هر فرصت څخه کار اخلي چې یوه عمده حربه همدغه پاکستان میشتي کډوال دي. دا هره وځ چې کابل او د افغانستان نور ښارونه او کلي په وینو سره کېږي په ډېرو کې یې پاکستان له همدې کډوالو کار اخلي. دغه کډوال په دې ښه پوهېږي، چې پاکستان ورڅخه چاقو جوړ کړی په خپله پرې خټکي خوري یانې له ظرفیتونو او مالي سرچینو څخه یې ګټه اخلي او افغانستان بیا په خېټه کې پرې وهي.
پاکستان میشتو کډوالو!
په پاکستان کې ستاسې د اوسېدو بیه او قیمتونه موږ پرې کوو. خپل هېواد ته راشئ. والله که د لوږې مړه شئ. نور پاکستان ته په افغانستان باندې د فشار د آلې په توګه ځان مه کاروئ. [ نور که اوس هم دی، بس دی].