تاند- د امریکا له لوري پر پاکستان د مرستو د بندولو له اعلانه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، پاکستاني چارواکي د امریکا له حکومت سره د امنیتي همکاریو پر مسلې خبرې کوي او تفصیلاتو ته یې انتظار باسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، پاکستان د خپلو امکاناتو په وسیله له تروریزم سره جنګېدلی او په تېرو ۱۵ کلونو کې دا مبارزه ورته په ۱۲۰ ملیارد ډالره تمامه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرت وویل، امریکا پاکستان ته نژدې یو ملیارد ډالره مرسته ځنډوي.
پاکستاني چارواکو په لومړیو کې ادعا وکړه چې د امریکا مرستو ته اړتیا نه لري خو وروسته وروسته یې خپله لهجه بدله کړه.
کره راپورونه وايي، امریکا له پاکستان څخه د حقاني شبکې د ۲۷ غړیو غوښتنه کوي. د حقاني د ۲۷ غړیو، چې د طالبانو د نورو مشرانو په شان په پاکستان کې اوسي، نومونه د پاکستان حکومت او پوځ ته سپارل شوي دي.
امریکا همداراز پاکستان ته وخت ورکړی چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې د حقاني شبکې دا ۲۷ غړي لاس تړلي وروسپاري.
مخکې امریکايي چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې که د دسمبر تر ۳۱ مې پورې یې په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې پناهځایونه بند نه کړل، مرستې به پرې بندې کړي او یو لړ نور اقدامات به وکړي.
د دغه ضرب الاجل له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته ولسمشر ټرمپ پاکستان تورن کړ چې د امریکا د ۳۳ ملیارد ډالرو په بدل کې یې له دروغو پرته بل څه نه دي ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وازت پرون /جمعه/ وویل«موږ د امریکا له حکومت سره د امنیتي همکارۍ پر مسلې په خبرو بوخت یوو او تفصیل ته یې انتظار یوو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره کلکه اراده لري او په دې برخه کې هیڅ هڅه نه سپموي.
تېره اوونۍ پاکستان ویلي و چې که امریکا مرستې بندې کړې د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان امنیت به نور هم خراب شي.
یو څو حقاني و پړقاني څاروي یې چې امریکا پښو ته ور ذبح کړل، پیسې چالانیږي له خیره، کال ته بیا یوڅو نور څاروي… تا که طالیب و پړقاني ده پاکستان است پنجاب در نمیماند
Pakistan is one of the most duplicitous governments I’ve had any involvement with,” Senator Bob Corker, Republican chairman of the Senate Foreign Relations Committee, told reporters. “Their, in essence, support of the Haqqani network, or … allowing them to have safe harbor in their country when they’re the greatest threat to our men and women in uniform.”