تاند- وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې یو شمېر مسافر له موټرو کښته کړي او برمته کړي دي.
د فراه په بالابلوک ولسوالي کې مسافرو رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو نن لاره بنده کړه، له موټرو څخه یې سپرلۍ کوزه کړه، تلاشي یې ورڅخه واخیستله او ځینې کسان یې له ځان سره یرغمل کړل.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو لږترلږه ۷ تنه یرغمل کړي خو ځینې نور وايي چې تر ۲۰ تنو پورې مسافر د طالبانو له لوري برمته شوي دي.
د پېښې یوه شاهد تاند ته وویل چې ده ۷ تنه ولیدل چې طالبانو یرغمل کړل.
د فراه پولیسو هم د طالبانو له لوري د مسافرو برمته کېدا تایید کړه، ویې ویل چې د برمته شویو کسانو د هویت د معلومولو او د هغوی د خلاصون لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي.
دا پېښه وروسته له دې کېږي چې طالبانو د نیمروز په لویه لار کې له باري موټرو څخه د ګمرکي په نوم د باج غوښتنه وکړه.
طالبانو تر دې وړاندې د فراه له لارې له ایران څخه له راتلونکو باري موټرو هم باج اخیستی وو.