تاند- په نړۍ کې تر ټولو د قیمتي ودکا غلا شوی بوتل د ډنمارک په یوه نیمکاره ودانۍ کې وموندل شو، خو تش و.

دا ودکا، چې بیه یې ۱۳ لکه ډالره اټکل شوې وه، څو ورځې وړاندې په کوپنهېګن کې له یوه بار څخه غلا شوه.

د چهارشنبې په ورځ /جنوري ۳/ د بار خاوند براین اینګبیرګ (Brian Ingberg) د تلویزیون دوهم چاینل ته وویل «ما دا بوتل د روسیې له دارتز (Dartz) فابریکې څخه، چې د نړۍ تر ټولو قیمتي موټرونه او ودکا جوړوي، اخیستی و. هغه شپږ میاشتې زما د شرابو په کلیکسون کې و، خو نور نشته.»

د بار خاوند اینګبیرک وايي چې بوتل په یوه نیمکاره ودانۍ کې کارګرو موندلی خو د هغه ودکا څښل شوي ده.

د بار څښتن لا هم د تش بوتل موندل کېدو ته خوښ دی او وايي چې ښه ده چې مات شوی نه دی.

د دې ودکا، چې د روسو بوتیک ودکا نومېږي، په اړه ویل شوي چې ارزښت یې په دې زیات دی چې په بوتل کې یې ۳ کیلو ګرامه سره او ۳ کیلو ګرامه سپین زر کارول شوي. پر دې سربېره د بوتل چرمي پوښ د مونت کارلو د ۱۹۱۲ م کال د ځغاستې د موټر دی.

One thought on “د نړۍ تر ټولو د قیمتي ودکا غلا شوی بوتل وموندل شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *