د بن لادن لمسی اسامه

تاند- د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن لمسی ډیورنډ کرښې ته نژدې د امریکايي پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د بریتانیا د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د بن لادن لمسی او د حمزه بن لادن زوی د امریکا په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ورځپاڼه وايي چې القاعده شبکې په خپله تبلیغاتي ویبپاڼه (JIMF) کې د بن لادن د لمسي د وژل کېدا خبر تایید کړی دی.

د بن لادن زوی حمزه بن لادن پر خپل زوی هم اسامه نوم ایښی و.

د حمزه بن لادن په پیغام کې چې د القاعده په تبلیغاتي ویبپاڼه کې خپور شوی دی، ویل شوي «د اتل زوی، د زورړتیا د لمسي، د خپل زوی اسامه د شهادت په خاطر تاسو او ځان ته تسلیت وایم.»

د حمزه بن لادن په پیغام کې دې ته اشاره نه ده شوې چې د ده زوی چیري او یا څرنګه ووژل شو.

خو ځینې سرچینې وايي چې د بن لادن لمسی (اسامه) پر ډیورنډ کرښه د امریکا د هوايي ځواک په حمله کې وژل شوی دی.

العربیه تلویزیون بیا ویلي چې د حمزه بن لادن زوی د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. العربیه د نوموړي عمر ۱۲ کاله ښودلی دی. خو د اسامه له عکسه داسې نه ښکاري چې هغه دې ۱۲ کلن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *