هسې خو باید د جګړې په ګډون له هرې ټولنیزې اوسیاسي لاڅه چې ان طبیعي پېښو لوست واخیستل شي او په ورته احتمالي پېښو کې د سراو مال اووښتونکي زیان کچه راټیټه کړی شي خو له جګړې لوست اخیستل بیا ډېر اړین دي.له ډېرې لرغونې زمانې دود نه چې بلکې منل شوی تکتیکي او ستراتیژیکي ار دی چې په هر هېواد کې د پوځ واکمن بنسټ که هغه دفاع وزارتیا هم سرقومانداني وي نه یوازې خپل او نږدې ګاونډي هیواد بلکې ډېرو لرې جګړو کې، نوي پوځي تکتیکونه، په جګړه کې د کارول شویو وسلو ځانګړتیاوې او د بري او ماتو لاملونه په کره توګه ارزول او لوست ترې اخیستل کېده. لرې نه بلکې په نږدې وختونو یانې دویمې نړیوالې جګړې په پیل او بیا د جګړې ټول بهیر کې ښکېلو لورو د غلیم لاڅه چې دخپلو متحدینو له تکتیکونه، وسلې، بریاوې او ماتې له ځنډ پرته ارزولې او په ورځنیو جګړو کې یې په پام کې نیولې.
له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته ټولې سترې او وړې جګړې چې د نړۍ په هرګوټ کې رامنځته شوي یانې که د کوریا ټاپو وزمې د ۱۹۵۳ کال جګړه وه یا د عربو اسرایلو د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو جګړې وې یا هم د هند او پاکستان د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کال جګړې په دې ټولو کې جګړه ییز تکتیکونه، کارېدلې وسلې او د ماتو او بریو لاملونه له تردید پرته د نږدې ټولو هېوادونو اړوند واکمنو بنسټونو کې ارزول شوي او لوست ترې اخیستل شوی دی.
لرې نه په ۱۹۹۱ کال کې چې امریکا پر عراق برید وکړ او د عراق هوایي دفاع سیستم چې د پخواني شوروي پرتخنیک ولاړ و د امریکایي الوتکو په مخنیوي کې پاتې راغی او ډېر ژر له کاره ولوېد، همغه وخت د شوروي دفاع وزیر اعلان وکړ چې د دوی هوایي دفاع سیستم کمزوری دی او دا نیمګړتیا به ژر لرې کړي.
ښایي درانه لوستونکي داسې وګڼي چې دا خو نو د سترو جګړو په اړه ارزونې بېلګې وې او افغانستان خو اوس هغه ډول جګړه کې نه دی ښکېل خو په اصل کې داسې نه ده باید له هرې پېښې لوست واخیستل شي په تېره د جګړې په حال کې هیواد چارواکي اود امنیتي بنسټونو مسوولین. خوداسې ښکاري چې د افغانستان په امنیتي بنسټونو کې دغه ار ته چندان پام نه کېږي دا ځکه چې ورته پېښې څوځله تکرارېږي.
د بېلګې په توګه یو ځل په ننګرهار کې د نویو جذب شویو سرتیرو پر موټر ځانمرګه برید د سردرانه زیانونه واړول خو بل ځل بیا همدا پېښه تکرار شوه یانې د میدان وردګو له روزنیز مرکزه د نویو فارغ شویو پولسو د لیږد پر موټرو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ځان مرګه بریدونه وشول او درنه مرګ ژوبله یې پرځای پریښوده.
همدغه راز، په عراق کې د پوځي قطعې مخې ته د پوځ لیکو ته د نویو جذبیانو پر ډله څوځله ځان مرګه بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې وه خو له هغو پیښو د لوست نه اخیستو له امله د کابل د پولیسو اکاډمي مخې د ناوخته راغلو محصلینو پر ډله او دغه راز، د کابل په دهمزنګ کې د پولیسو ځانګړي ځواک قوماندانۍ مخې ته د نویو جذبیدونکو سرتیرو پر ډله ځان مرګه بریدونو وښوده، چې یا خو یادې پیښې په سمه توګه نه وې ارزول شوې او یا خو له هغو اخیستل شوی لوست په پام کې نه و نیول شوی. بله دا چې څوځله لیدل شوي چې ځانمرګه برید ګر د امنیتي یا بل هر په نښه شوي بنسټ په دروازه کې لومړی چاودنه کوي او نورو بریدګرو ته لار پرانیزي، دا ډول پېښې بیخي ډېرې تکرار شوې دي.
سره له دې چې ټول پوهېږي ددولت وسله والو مخالفینو په دې وروستیو کې خپل جګړه ییز تکتیک بدل کړی او اوس تر ډېره د ډله ییزو ځانمرګه بریدونو پر ځای د هغوی یو یادوه کسان بریدونه کوي. دوی اوس ترډېره د امنیتي ځواکونو او دولت پلوه کسانو سترې ډلې په نښه کوي که د هغوی له دغو جګړه ییزو تکتیکونو لوست اخیستل شوی وی کله به هم د بلوا ضد پولیس په کتلوي بڼه په بنایي سیمه کې نه راټولېدل، اړینه نه و چې دوی دومره سره نږدې وای ان له لرې واټنه یې په هوایي ډزو د لاریونیانو او قهرېدلو خلکو مخه نیولی شوه خو ددوی غفلت داسې خونړۍ پېښه رامنځته کړه چې د رسمي شمېرو له مخې ۱۳ پولیس په کې ووژل شول او ۱۴ نور تپیان شول.
اړینه ده چې اړوند بنسټونه یاده پېښه له لومړیو شیبو بیا تر پایه په کره توګه وارزوي ان بیخي وړه برخه یې هم له یاده ونه باسي او تر زره بین لاندې یې وګوري دا باید مالومه شي چې بریدګر له قهرېدلو خلکو سره تړاو درلوده او که په دغه ځای کې د ډېرو پولیسو په راټولېدو دغه ځای ته راووستل شوی و؟
زما په خپل اند له یادې پېښې دوه مهم لوستونه اخیستل کېدی شي لومړی دا چې د بلوا او لاریون پروخت پولیس یا هم نور امنیتي ځواکونه باید د جم نظام په بڼه نه بلکې د تیت نظام په بڼه عملیات وکړي ان که په طبیعي پېښه کې د ژغورنې عملیات هم وي.
دویم او اساسي لوست دادی چې ددولت مخالف وسله وال، ترهګر یا بل هر نوم چې پرې جوړ راځي د ښار په منځ یا هم ښار ته په ډېر نږدې واټن کې داسې پیاوړې او ډاډمنې شبکې لري چې له پراخو استخباراتي، ماليي، تسلیحاتي او انتقالاتي اسانتیاوو برخمنې دي او کولی شي چمتو ځانمرګه برید ګر هره شیبه د ښار هرې سیمې ته چې وغواړي له کوم خنډ او ځند پرته رسولی شي.
هغوی وتوانېدل چې په لنډ وخت کې خپل بریدګر د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د زوی سالم ایزد یار د جنازې مراسمو ته دکابل په شمالي څنډه کې ورسوي. دغه راز، هغوی د کابل په لویدیځه څنډه دښت برچي کې د تبیان په نوم بنسټ کې جوړه شوې غونډه په نښه کړه په داسې حال کې چې ډېرو خلکو تر همدغه وخته نه ددغه بنسټ نوم اورېدلی او نه یې هم ځای ځای ګی ورته مالوم و او وروستۍ بېلګه یې په بنایي کې د بلوا ضد پولیس په نښه کړول دي. دا نه عادي مسله او نه هم د عادي خلکو کار دی بلکې ډېر پیاوړي لاسونه دغه ډول بریدونه پلان او عملي کوي.
نوځکه خوباید د وسله وال پوځ اعلا سرقومانداني، د ملي امنیت شورا په ځانګړې توګه د ملي امنیت لوی ریاست مشرتابه پلاوی دا مسله په جدي توګه وارزوي. دغه راز، افغان چارواکي باید کشفي او استخباراتي شبکې په هراړخیزه توګهپیاوړې او ځواب ویونکې کړي.