تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وايي، له دې درکه هیڅ اندېښنه نه لري چې پاکستان به د امریکا له لوري له دغه هیواد سره د دوه ملیارد ډالره مرستې د ځنډولو په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام وکړي.
امریکا د تېرې اوونۍ په پای کې پاکستان ته ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسته په دې خاطر وځنډوله چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د پناهځایونو له منځه وړلو ته اړباسي.
ځینو پاکستاني چارواکو پټکې کړي چې د امریکا له لوري د مرستو بندېدا به امریکا ته ګرانه تمامه شي.
ځینې نورو ویلي چې پاکستان به د امریکا پر ځای چین ته نور هم نژدې شي. همداراز ویل کېږي چې پاکستان به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پرمخ اکمالاتي لاره بنده کړي.
پاکستان پخوا هم د خپلو سرحدي ځواکونو پر پوستو د امریکايي الوتکو د بمبارۍ په عکس العمل کې د څو میاشتو په مخه د ناټو اکمالاتي لار بنده کړې وه.
خو متیس په واشنګټن کې خبریالانو ته وايي«زه په دې برخه کې هیڅ اندېښنه نه لرم.»
د چارو کتونکي وايي، پاکستان د امریکا مرستو ته زیاته اړتیا لري او هغه څه چې امریکا یې ورکولی شي، چین او نور هیوادونه یې نه شي ورکولی.