هلمند چې لکه د وجود خوږ ګوته، وخت ناوخته يې هېواد له درده رنځېږي، څلورو سترو بلاوو او شلو زورورو کسانو محاصره کړی دی.
دوی نه په هلمند کې قانون حاکميت ته پرېږدي او نه هغه حکومتي چارواکي کار ته، چې د دوی له حصاره د هلمند د ژغورلو هڅې کوي.
جګړه، د ځمکو غصب، د قومي ټېکهدارانو دسيسې او ميراثي واکمني څلور بلاوې او شل زورور بيا په پارلمان کې د هلمند له وکيلانو نيولې، د نورو ولايتونو تر زورورو او وزيرانو پورې ځينې لوړپوړي دولتي چارواکي دي چې هلمند ارام ته نه پرېږدي.
وروسته له هغه چې هلمند ته نوی والي او مرستيال والي وټاکل شول او له امنيتي ارګانونو سره د دې دواړو کسانو همغږي زياته شوه، د هلمند زورورو او هغو کسانو چې ګټې يې د هلمند په ناامنيو کې دي، خپله چاړه په اوبو کې وليده او هماغه و چې نه يوازې يې چيغې پورته شوې، بلکې د هلمند دغو دوو چارواکيو ته يې د دسيسو په جوړولو پيل وکړ.
هلته کلونه کېږي چې ځينې فاسد دولتي چارواکي په لوړو څوکيو ناست دي او اوس ورته دغه څوکۍ د پلار او نيکه ميراث ښکاري.
دوی په هيڅ توګه دا نه شي منلای چې يا يې د فساد کيسې رسوا شي او يا يې دولتي موقف ته خطر پېښ شي.
له همدې امله، له جګړې نيولې، تر دسيسې او د نظام تر تخريب پورې، هرې ناروا ته ملا تړي، خو تر خپلو شخصي ګټو نه تېرېږي.
معلم مير ولي، په پارلمان کې د هلمند د ګرشک استازی عبدالودود پوپل، د ناوې استازی هاشم الکوزی، د سنګين استازې نسيمه نيازۍ، د لښکرګاه او نورو سيمو همداسې، ملا شېر محمد اخند، د ده ورور عبدالحی اخندزاده او ځينې نور چې د هلمند په استازيتوب په کابل کې ناست دي، يوازې د خپلو جېبونو او ګټو غم اخيستي دي.
بله ډله خلک د کارېز د سيمې ځينې اوسېدونکي دي د هلمند د عدليې د رييس حاجي طيب او څو نورو په اشارو ناڅي.
حاجي طيب له څه باندې لسو کالو راهيسې د عدليې رياست پر څوکۍ ناست دی، نه يې څوک لېرې کولای شي، نه دا مني چې څوکۍ دې خوشې کړي.
د ده د فساد په کيسو درست هلمند خبر دی او د باوري سرچينو په خبره چې په قومي اختلاف، محلي جنجالونو او زياتو جرمي دوسيو کې هم لاس لري.
موده مخکې چې په هلمند کې د هلمند د مرستيال والي سردار محمد همدرد په هڅو دولتي ځمکه له غاصبانو خلاصه او د کريکټ لوبغالي ته ځانګړې شوه، په مخالفت کې يې حاجي صاحب طيب تر ټولو مخکې روان وو. خلک يې د حکومت پر ضد بلوا ته هڅول، د ځمکې په اړه له کابله پر ورغليو فرمانونو يې تله تېروله او کوښښ کاوه چې دغه ځمکه همداسې غصب پاتې شي، ځکه هلته د ده هم يو کور پهکې ودان دی.
له هملنده د باندې له مخکېني ولسمشر حامدي کرزي نيولې، تر ګل اغا شېرزي، لالي حميدزي، عبيدالله بارکزي او څو نورو زورورو پورې باندينې لاملونه دي چې هلمند يې د خطر تر کچې له ګواښ سره مخ کړی دی.
پر دغو زورورو چې د ولايتي ادارې له خوا لږ هم فشار زيات شي، لومړۍ وسله يې جهاد دی چې را ميدان ته يې کړي، که هغې کار ور نه کړ، بيا نو پر نظام د کفر ټاپې وهي او خلک را پاروي چې بلوا وکړي.
ښه بېلګه يې پخوانی جهادي امير صاحب حفيظ الله خان دی چې څه موده وړاندې يې په ولايت مقام کې د غصب شوې ځمکې د خلاصولو په مخالفت کې په خورا ستغو او لواړو ټکيو وويل؛
“دا ځمکه د خلکو ده، له دې تېر شئ. کريکټ ميدان دلته مه جوړوئ. دلته ولسونه پارېږي. هيڅ داسې نر نهشته چې د دې ولسونو ځواب ورکړي. دا مرتد، نشهيان او بېننګه پوليس هلته قانون نه شي عملي کولای. ستاسې ولسمشر لا يهود دی، د دې غلام حکومت عسکر د دې مجاهد ولس پر وړاندې نه شي درېدلای.”
ده دغه څرګندونې د هلمند مرستيال والي سردار محمد همدرد او د استناف څارنوالي رييس ته په خطاب کې وکړې. هماغه و چې يوه ورځ د همدې څرګندونو په غبرګون کې زندان ته وغورځول شو.
له همدې ځايه بيا پر هلمند مسلطو نورو زورورو د حافظ الله خان د راخوشې کولو او ګټلو په پار خېمې ودرولې او خلک يې لاريونونو او مظاهرو ته وهڅول.
دوی اوس له همدرد او نورې ولايتي ادارې سره عقده اخيستې ده او په ولايت کې هره د پرمختګ چاره، که هغه بېخي مثبته هم وي، منفي ورته ښکاري.
زورور ښايي ځکه له همدرد سره تر نورو سر سخته دښمني پالي چې هغه کلونه کلونه په هلمند کې د مدني ټولنې له لارې ولسي مبارزه کړې او پوهېږي چې د ولايت درستې ستونزې له کومه ځايه سرچينه اخلي.
په دې سربېره، ښايي د ښاغلي همدرد هغه پلان او طرحه هم د دوی د سترګو اغزی وي چې د خيالي سرتېرو د موندلو او ختمولو، د نظامي څوکيو د پلور د مخنيوي او د هلمند په امنيتي سکټور کې د اصلاحاتو راوستو لهپاره يې ورباندې کار روان کړی دی.
دی په دې سربېره، د هغو فاسدو دولتي چارواکيو د ګوښه کولو په هڅو بوخت دی چې تر لس زيات کلونه يې پر يوه څوکۍ تېر شوي او د فساد پرېمانه کيسې لري، ځکه خو يې تر ټولو شديد مخالفت کېږي او په هلمند کې قانون حاکميت ته نه پرېښوول کېږي.
له ولس سره د همدرد ټينګه اړيکه او هلته شته محبوبيت بل خطر دی چې د هلمند زورور يې په وېره کې کړي دي.
سرخط ورځپاڼه
په نورو هېوادونو کې پخواني ولسمشران د یو خاص احترام او درناوي نه برخمن وي . دولت یې له مشورو ګټه پورته کوي.
خو زمونږ بیا د هرې ټيکۍ سر وي . چېرته چې مرداری ، فساد ، غصب ، غلا ، چور ، بې قانونی ، قتل او وژنه او هر نوع جنایت وي د حامد کرزي پکې لاس وي. د دولت څوکۍ یې میراثي کړې. جنګسالاران یې وزيران ، رییسان ، والیان او قوماندانان مقرر کړل کړل، د محسنی شیعه خانه یې په کابل کې پرانیستله ، له ایران نه یې د تومن او جعلی دالرو ، یورو بوجۍ او کڅوړې واخیستې . پاکستان ته یې پوره ډاډ ورکړ چې زمونږ له خوا هېڅ خطر نشته او هرڅومره توغندي چې را غورځوي ، زمونږ قبول دی.
د وروستیو انتخاباتو او ټولټاکنو پروسه د ده له لاسه ګډه وډه شو. زلمي رسول چې بیچاره بې خولې او بې ژبې انسان وو ده خپل نماینده وټاکه چې د پښتنو رایی نيمګړې کړي او بیا له دوکتور عبدالله سره یوځی شي.
د بانکو او مځکو په چور او چپاول کې هم د ده د ورونو څرک په څرګنده لیدل کيږي. آخر دا د فقید مارشال فهیم د ډار ملګری له افغان ولس نه څه غواړي؟
President Ghani found the account numbers of 38 warlords which starts with Ata Mohammad noor and followed by others, Muhmood Karzi is one of them, the US related department is freezing those accounts. Mr Ghani ordered the investigation of Aino Mena in Kandahar which belongs to Karzi Brothers and they are very angry on Ashraf Ghani because of it. I heard one US Senator in Washington DC said” Karzai was not chosen by the US to be elected as president in the Bon gathering. the us chose him because he was recommended by former King Zahir Shah”