شهسوارسنګروال
افغان واکمن امان الله په دې اند وه چې له روسان پنجدې او له انګرېزانو پښتونخوا بېرته د افغانستان د جغرافیې برخه کړي. ولې د روسانو او برتانویانو نخشه دا وه چې ځوان پاچا څرنکه له پښو وغورځوي.
نو ځکه دواړو هېوادونو خپلو جاسوسانوته دنده وسپارله چې نوی په پښو ولاړ افغانستان یو ځلې بیا د دوزخ لمبو ته وغورځوي.
امان الله خان پوهېده دا چې شوروي او افغانستان د « خېوې او بخارا» خپلواکي منلې ده بیا روسان ولې دېته غاړه نه ږدي؟
پر دې سربېره په افغان – ترکي تړون کې هم د بخارا، خیوې ازادي په رسمیت پېژندل شوې وه، خو روسانو د یوه غولوونکي سیاست له مخې په سترکو کې خاورې اچولې… دا خبره هغه مهال را پورته شوه چئ شوروي چارواکو په مسکو کې افغان چار واکی او څرخي غلام نبي خان پړ وګاڼه اوګوت څنډنه یې وکړه چې باید دافغان حکومت د غو پنځو ټکو ته پام وکړي:
۱ـ افغان باید د منځنۍ اسیا باغیانو سره مرسته ونه کړي.
۲- د بخارا په جګړه کې باید لاسونه و نشي.
۳- افغان حکومت باید د بخارا نه خپل استازی وباسي.
۴- له کرښې نه باید پوځونه پر شاشي.
۵- پدې سره کېدای شي چې روس او افغان تړون باورته زیان ونه رسېږي.
دا چې د افغان حکومت او شوروي اتحاد اړيکې خړې پړې شوې له له یادو ټکو سربېره نور لاملونه هم ول چې یو ستر لامل یې د انګرېزان توطیه وه چې یو تن جنرال مالیسن General wilfrid malleson یې دېته ګمارلي و چې د روسانو نیت په خپله ګټه راواړوي .هغسې هم اقابکف اووالټردنده درلوده ،چې افغانستان کې جا سوسي وکړي .دغوڅارګروته په غوږکې څڅول شوې وه چې دپنجدې وګړوپخپله نه غوښتل افغانستان پورې وتړل شي .د جي پي يومشردا خبره په ډاګه کړه ،دريفرنډم خبره نړيوالوته موږشاربله کنه سرې لښکرې مو دخلکو په جاموکې ورولېږلې او پنجده مولاندې کړه …سره دهغې افغان چارواکو په ډېرې دېپلومادتیکي اوښیارۍ شوروي چارواکو ته داسې ځواب ووایه:
۱ـ د افغانستان دولت (۱۹۲۲-د جولای میاشت) ژمن دي چې موږ د دوستو هېوادونو او روسې او بخارا هېوادونو لپاره ستونزې نه پیدا کوو.
۲- په بخارا کې روان کړکېچ د دوی د خپل منځۍ تربګنۍ پایله ده. افغان او روسي حکومتونه د لاس وهنې حق نلري.
بیا هم جنرال مالیسن ( د جنوري ۲۴ نېټه ۱۹۲۲ کال) کال برتانوي چارواکو ته په ځغرده وویل که موږ غواړو چې د شوروي د پرمختګ مخه ونیسو غوره به داوي چې د افغانستان او روسئ تر منځ اړيکې خړې پړې کړو.[1]
نوموړي جنرال هند، افغانستان، مشهد او د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د کار کولو اوږده تجربه درلوده.
ده په ۱۹۱۸ ز کال کې د اکتوبرله انقلاب (۱۹۱۷ کال) نه وروسته په منځنۍ اسیا کې د بلشویکانو، ترکانو، او ان د جرمنیانو د پرمختګ مخه ډوب کړې وه.
مالیسن د خپل ماموریت په ترځ کې دواړه غاړې ( افغانستان او روسیه) یو د بل په وړاندې هڅولې.
د ساري په توګه ، هغه مهال چې افغان ځواکونه د « کشک» نه د مروې په لوري پرمختګ وکړ.
ده ډېر ژر په دې تړاو بلشویکې څارګروته خبر ورکړ. هغو هم یو پلاوی «مروې » او عشق اباد ته واستوه اوبيا
بلشویکانو د کشک سیمې ته د افغانانو د مخنیوي لپاره پوځونه و لېږل.
مالیسن پخپله وایې:
کله چې د بلشویکانو پځونه سيمې ته ورسېدل نو بیا مې د هرات چاروانوته د پېښې په تړاو خبر ورکړ.
هغوی د دې خبرې په اورېدو دومره خواشینې شول چې نور نو دواړو يو پربل باور نشو کولای.
له یوې خوا انګرېزي څارګرو او له بلې خوا روسي څارکرو دواړو د افغانستان په وړاندې له دښمنۍ ډک چلن غوره کړی وه.
د بېلګې په توګه کله چې امان الله خان شوروي روسیې ته سفر وکړ د « جي- پي- یو» څارګرې ادارې د روسیې دنامتو جنرال « سامپو ییلوف» زوی دېته وګماره چې افغان واکمن شېبه په شېبه وڅاري.
نوموړی په پارسي ژبه پوهېده، خو پلاوې داسې فکر کاوه چې دی یوازې په روسي ژبه غږېدلی شي او بس.
افغان پاچا امان الله خان هغسې هم په شورویانو باور نشو کولای لکه څنکه چې د برتانویانو په دوستۍ شک رولود. دارنکه شوروي هم د باور وړ نه ښکارېده.
دغسې بې باورۍ ته جنرال مالسن هم لمنه وهله.
دوی پدې پوهېدل چې افغانان پرله پسې جګړو( افغان انګلیس جنګونه) ځپلي دي.
تر هغې چې شوروي اتحاد ورسره مرسته ونه کړي افغان حکومت د دې جوګه ندي چې د (ډېورنډ) موافقه لیک پرسر دنه منلو له بابته بله جګړه پیل کړي.
برتانوي چارواکو نه یوازې غوښتل چې افغانستان د شورویانو پر وړاندې بېباوره کړي بلکه پدې هڅو کې هم ول چې د محمدولي خان دېپلوماتیکي هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
دویې له بېلابېلو لارو په فرانسې، ایټالیا، امریکا او نورو هېوادونو او همدا ډول په سیاسي شخصیتونو فشار راوړ چې د افغانستان نړیوال باور له ماتې سره مخ کړي.
انګرېزانو له بېلابېلو لارو کوښښ کاوه چې د هند دنیمې وچې او ترکي مسلمانان چې په کابل کې فعال ول له پښو وغورځوي . د ساري په توګه د ترکيې یو پخوانی چارواکی چمال پاشا چې د امان الله خان ښی لاس او د( اسلام زمری) یې باله ، د انګلیس یوه جاسوس عبدالحق امیرته په غوږ کې وه څڅوله چې ده په خپلو سترګو یو سند په تاشقند کې لیدلی دی چې د جمال شا په مشرۍ په کابل کې کودتا کېږي.
له یوې خوا د انګرېزانو پرله پسې لاس وهنو له امله او د خپلو جاسوسانو پرمټ یې افغان واکمن امان الله خان ته ډېرې ستونزې پیداکړې، ان تر دې چې یوه نامتو انکلیس څارګر « تي. اي. لارنس» د ملا په جامه کې چې د « عربي لارنس » نامتو دی خلک یې د امیر امان الله خان په وړاندې پاڅون ته را بلل.
له بلې خواکله چې محمد ولي خان مخ په نیویارک ( د جنوري میاشت ۱۹۲۱ ز کال) روان شو.
برتانوي حکومت د یوې تو طیې له مخې د « فاطمې سلطان» په نوم یوه مېرمن ( چې ښايې د شاشجاع له کورنۍ به وه) چې دری تنه اولادونه يې هم ور سره ول له برتانوي هند نه امریکاته پدې وخت کې ولېږل چې د افغان پلاوي له تګ سره یې سر خوړ.دې سره د « دریانور» پنوم الماس هم وه.
نیویارک و تایمز د جولای (۱۹۲۱ ز کال) په یوه ګڼه کې « یوه افغانۍ شهزادګۍ له دریو زامنو سره» تر سر لیک لاندې و کاږل چې د اوسني پاچا خور فاطمه سلطانه نیویارک ته ورسېده.
.
ولې پخوا تردې چې د امریکې جمهوریس « هاردینګ) له افغان پلاوي سره و ګوري لومړی یې په سپینه ماڼۍ کې له فاطمې سلطان سره وکتل.
نیویارک ټایمز په خپله ۱۳ کڼه کې دا په ګوته کړېده چې د سلطنتي کورنۍ دوه غړي له يوله بل سره نه پېژني.
یوه خبریال له برتانوي چارواکونه په دې هکله و پوښتل او هغه په ځواب کې وویل:
« دغه مېرمن په ريښنینې توګه یوه شهزاده ګۍ ده .
ولې له افغان پلاوي نه ناخبره ده .[1]
له میلسن نه را واخله تر لارنس پورې ګڼو برتانوي څارګرو د افغانستان د ځوان حکومت د بې ثباته کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې چې په پایله کې خپلې موخې ته هم ورسېدل.