ژوند دی همداسې. بېل رنګ لري یو رنګ نه دی. هیڅکله د وینو سور رنګ په څېر چې ځینې یې د مینې رنګ بولي نه دی. نیا مې کیسه کوله چې یو وخت کې ژوند تک سپین و. هيڅ بل رنګ پکې نه و خو وروسته وروسته پکې زیړ، زرغون، ګلابی، آسماني او داسې نور رنګونه ګډ شول. نیا مې ویل دا خلک دي چې د ژوند په سپین سپیڅلي رنګ کې یې هر رنګ چې زړه وغوښت ور ګډ کړ خو زه وایم مېندې او اناګانې ډېر ښه مهارت د دې لري چې ماشومان وغولوي ځکه زه اوس پوهه شوې یم چې ژوند اصلن رنګ نه لري. که یې رنګ سپین وای نو یو چا به بیرته مینځلی و. بدرنګه رنګونه به یې ترې ایستلي و.
زه باور لرم. آن په دې ایمان لرم چې ژوند بیرته مینځل کیږي نه. بدرنګه رنګونه به تر قیامته راسره پاتې وي. قیامت به کله راځي معلوم نه دی.
کله چې مونږ هڅه کوو. مبارزه وکړو نو د ژوند ټولې بدرنګۍ رانه هیږیږي پکې یوه هیله وینو. امید وینو. د زړه تسلي په کې موندلی شو. د راتلونکي لپاره پلانونه، برنامې او کړنلارې جوړوو خو یو وخت رارسیږي چې هغه ټولې هیلې مو لکه د سیند اوبه چې هر څه له ځان سره نا معلوم ځای ته لیږدوي همداسې مونږ هم د هیلو دا لوی پیټی له ځان سره تر هغه کشوو چې پړۍ مو وشلیږي او هر څه وشیندل شي.
یو وخت وي مونږ دومره د خپلو لویو هیلو په لاسته راوړلو کې بوخت کیږو چې دا هیروو له خپل ژونده له خپل نن څخه خوند واخلو. هلې ځلې کوې. پیسې سپما کوې. نوې جامې، ښایښته سټایل بوټان، د آرایش توکي د کور لوازم نه اخلې یواځې وايې چې په راتونکې کې به له دې ټولو سره ښه راتلونکی جوړ کړې خو د سبا لپاره د نن هر څه له لاسه ورکوې. خندا او خوشحالي مو له ژونده ټوله کړي وي یو وخت راورسیږي چې نور نو هغه ټولو ارمانونو لاسته راوړل دلته معنا نه لري.
زه چې غواړم د ځان لپاره کار وکړم او دا باور راسره پیدا شي چې وخت د سترګو رپ سره روان دی نو نهیلې کیږم. ګمان کوم نورې مې پښې ماتیږي. د بل قدم ایښودو توان راسره نه وي. د پورته کېدو لپاره انرژي نه لرم. یو وخت وي له ځان سره فکر کوې ته غواړې څه لاسته راوړې؟ اصلن د څه لپاره مبارزه کوې؟
کله چې له هرڅه ستړې کیږې نو دا پوښتنه تل درسره وي چې زړه او دماغ دې بوخت ساتي د نوي پیل، نوي امید ته لاره نه ورکوي چې د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه وکړې.
کله چې دې یو ځل هم له ځان څخه دا پوښتنه وکړه چې د څه لپاره مبارزه کوې نو هماغلته دنیا دریږي. ساه ایستل دې ګرانیږي. د راتلونکي لپاره هڅه له لاسه ورکوې. ژوند کول درته بې معنا کیږي.
کوې هیڅ یې خلاص هم نه کړې. له ټولنیزو شبکو لېرې تښتې. ګمان کوې هرڅه دې دښمن ګرځیدلې آن همدغه ټولنیزه شبکه چې ګڼ خلک یې پکې راټول کړي دي.
د شپې چې کله د خوب بسترې ته لاړ شئ نو فکر نه کوئ چې سبا به لومړی کوم کار ترسره کوئ. هر څه تور رنګ نیولی و. هیڅ درته نه ښکاري. کله کله خو داسې ګمان کوې لکه د سترګو لید چې دې نور نه وي او ړنده شوې وې.
دا ټول راګرځي بیرته دې نقطې ته چې کله په هغه لاره تېره شوې یې چې له اغزو ډکه وه او د ژوند د ګلابونو رنګ او خوشبو یې له منځه وړې.
زما د ناچاپ شوي کتاب: «د سپین ژوند، ژیړ رنګ» یوه برخه