تاند- پاکستان د امریکا د مرستو په غبرګون کې د خپلې خاورې له لارې په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته تلونکو مالونو ترانزیتي مالیه زیاتوي.
د پاکستان دنیا نیوز تلویزیون د دغه هیواد د حکومتي سرچینو په قول وویل، د بهرنیو چارو او ترانسپورت وزارتونه به په دې اړه خپله پرېکړه روانه اوونۍ اعلان کړي.
دنیا نیوز وايي، ښايي پاکستان د ناټو ځواکونو لپاره د پاکستان له لارې د مال ترانزیتي محصول ۱۰۰ سلنه زیات کړي.
په افغانستان کې امریکايي او ناټو ځواکونو ته تېل، مهمات او نور وسایل د پاکستان د کراچۍ له بندره د افغانستان د سپین بولدک او تورخم له لارو راوړل کېږي.
په همدې حال کې د پاکستان ګمرک وايي چې د ناټو له هر کانتینر څخه ۱۷۰۰ ډالره مالیه اخلي.
تر ۲۰۱۴ وړاندې، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا نژدې یو نیم لک پوځیان مېشت ول، پاکستان له هغو ۳۳ ملیارد ډالرو پرته، چې ولسمشر ټرمپ وايي اسلام اباد یې په وړاندې له درغو پرته بل څه نه دي ورکړي، په ملیاردونه ډالره د ترانزیت د حق له درکه هم ترلاسه کړي دي.