تاند- د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض په یوه روغتون کې دا دوه سره نښتي فلسطیني ماشومان جلا شول.

د ریاض د ملک عبدالله روغتون ډاکتران وايي، دا هلک او نجلۍ یې، چې د نس او ورنونو په برخو کې سره نښتي ول، په داسې ډول جلا کړل چې دواړه روغ پاتې شي.

دوی (هلک حنین او نجلۍ فرح) درې میاشتې پخوا د فلسطین په غزه کې زېږېدلي خو هلته یې د تداوۍ امکانات نه ول.

دوی تېره میاشت له اردن څخه په الوتکه کې سعودي عربستان ته یووړل شول چې جراحي عملیات شي.

ډاکتران وايي چې په ۹ پړاوونو کې یې د دوی جراحي عملیات بسپړ کړل. ۹ پړاوه د دې لپاره چې د هغوی کولمې، پښتورګي او د خاصره لګن سره نښتي ول.

له ښه مرغه زړونه او سږي یې سره نښتي نه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *