تاند- په فرانسه کې یو ډول بوټونه جوړ شول چې که پښوکوونکی یې وپرزي، نو په هغه کې نصب شوي سینسرونه سمدستي ډاکتر یا د پرزېدلي کس خپلوانو ته خبر ورکوي.
دا بوټونه د زړو یا بوډاګانو، د ودانیو د کارګرو او غرختونکو لپاره ډېر ګټور دي.
د فرانسې (E-Vone) سټارټ اپ دا ځیرک یا سمارت بوټونه جوړ کړي او د ۲۰۱۸ کال د الیکترونیکي محصولاتو په نندارتون کې یې وړاندې کړل.
د بوټونو په منځ کې (جي پي ) یا لارښواند، سرعت مېچ (د چټکتیا معلوونکې اله) او نور سینسرونه ځای پر ځای شوي دي.
کله چې څوک دا بوټونه په پښو کړي نو سینسرونه فعالېږي.
دا ګجیټ له موبایل سره همږغه کېدو ته اړتیا نه لري ځکه چې بوټونه ټول معلومات د GPS لارښواند، GSM او (LoRa) چیپسونو په وسیله پروسیس کوي او د پرزېدلي کس خبر د هغه د پرزېدو له دقیق ځای سره لېږي.
دا بوټونه به د عامو خلکو د استفادې لپاره په ۶ میاشتو کې بازار ته راووځي او په پیل کې به یې بیه د ۱۰۰ تر ۱۵۰ ډالرو ترمنځ وي.