تاند- د اروپايي اتحادیې د فوټبال د ټولنې (UEFA) ريیس مایکل پلاتیني نن /یکشنبه/ کابل ته راځي چې د افغانستان د فوټبال ملاتړ څرګند کړي.
پلاتیني وروسته له دې افغانستان ته راځي چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د فوټبال (سیف) اتلولي وګټله.
افغانستان د جنوبي اسیا د فوټبال پایلوبه، چې په نیپال کې وشوه، له هند څخه درې په صفر وګټله.
د افغانستان د فوټبال د فدرېشن ویندوی مرتضي دانش د پلاتیني د راتګ په اړه وویل چې دوی د نوموړي د راتګ خبر خوشاله کړي دي.