داځل کابل واټونه لا ښکلي شوي دي، دا ځلې خلکو ته نوی فکر ورکول کېږي، د وسلو او توپونو د مبارزې پر ځای د فکري مبارزې لوری ورښيي.
د کابل واټونه د لوی افغانستان نوم ښکلي کړي، ډله، ډله ځوانان يو لور بل لور ګرځي، راګرځي او مينه يې نه ماتېږي، دا ولس مينه ناک دی، دا ولس له جنګ جګړو ستړی دی، دا ولس هنر لري، دا ولس هيلې لري، دا ولس د يووالي په ټغر راټولېدل غواړي، دا ولس پر جنګ سالارانو لعنت وايي، دا ولس له سامراجیانو کرکه لري، دا ولس ستميان د هيواد د ګټو او يووالي دښمنان ګڼي.
دا ولس راټولېږي، دا ولس پښتون، تاجک، عرب، قزلباش، کلاش، ګوجر او پاميري پر نوم نه وياړي، دا ولس د ترکمن، پشه يي په نوم خپلې چپنې او دستارونه نه تړي.
دا ولس واحد افغان دی، دا غښتلی ولس دی، دا ولس د جګړو په اور کې د سمندر په شان ژوند کوي، جګړو له دوی وروڼه واخيستل، جګړو د دوی له کوره خوښۍ وتروړله، د نفرتونو قاصدان ورته ډله، ډله راغلل، د جومات له منبرونو هم د وژنې او کرکې وعظ غوږونو ته ورسېدل، محتسب يې پر مرۍ چاړه کېښوده، خو دا ولس مړ نه شو ، دا ولس بېل نه شو، دې ولس د کرکې او نفرت په قاصدانو نفرين وويل.
دا ولس له جنګ سالار نه د لوټمار او غله مفهوم اخلي، چا چې په کور کې د جنګونو تخم کرلی هغه اتل کېدی نه شي، چا چې د بېلتون او تبعض لپاره هڅې کړې، هغه دې ولس شړلي او رټلي دي.
دا ولس لا اوس هم له خپل ناسور پرهار څخه ځورېږي، دا ولس په خپلو ګلخانانو هم لعنت وايي، چې له سامراجي غوا د شيدو هيله لري، دې ولس منفورې څېرې پېژندلې دي هغه څوک چې د خاورې زامن پردۍ جګړې ته لېږي او پر سر يې پيسې اخلي، هغوی ته د کرکې له سترګيو ګوري.
ددې ولس د فکر هنداره څومره رڼه او له خچه پاکه ده، لا اوس هم د خپل ورور د خپلولو هڅې کوي، دښمن په وړاندې راپاڅي، دا ولس افغان متحد ولس دی، دا ولس به يوه ورځ ارو، مرو له نیابتي جګړې خلاصون مومي، محکوم ورور ته به د مينې غېږ ورکوي او په خپل لوی کور کې به خپلې لويې هيلې يو په بل پسې پوره کوي.
خدایه! دا ولس له نظره وساتې!