تاند- پیاز ډېر ګټور دي خو سپینول یې سخت کار دی په تېره بیا ډېر خلک په دې خاطر د پیازو سپینولو ته ځان نه شي ټینګولی چې سترګې یې ترخېږي او اوښکې کوي.

څېړونکو د دې ستونزې چاره کړې ده. د هافینګټن ورځپاڼې د راپور له مخې، په امریکا کې بېیر (Bayer) کمپنۍ د (Sunions) په نوم پیاز روزلي چې نه د چا سترګې ترخوي او نه اوښکې کوي.

ټاکل شوې ده چې دا پیاز ژر عام او تخم یې په درسته نړۍ کې خپور شي.

دSunions پیازو تولیدوونکي وايي چې د دغو پیازو په جنیټیک کې بدلون نه دی راوړل شوی.

پیاز

په تېرو کلونو کې په ګوګل کې تر ۱۱ لکه زیاتو کسانو پوښتنه کړې چې څرنګه بې له دې چې د چا سترګې ترخې او اوښلنې شي، پیاز رېزه کړي.

دا پوښتنه په یوټیوب کې تر ۶ ملیون تنو زیاتو کسانو کړې ده.

د پیاز د رېزه کولو په مهال د دې لپاره د انسان سترګې ترخېږي او اوښکې کوي چې پیاز داسې ترکیبونه لري چې له ماتېدو وروسته د انسان د سترګو طبیعي اوبه یې په وړاندې غبرګون ښيي او سلفراسید رامنځته کوي. د دې ستونزې د لېرې کولو لپاره د انسان سترګې ترخېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *