د پرمختللیو ټولنو د عروج او زوال فلسفه معمولاً د نړۍ د تجاربو یوه مهمه موضوع تشکیلوي، په دې مانا چې پرمختګ د حالاتو او شرایطو سره متواتره مبارزه غواړي او په دغه مبارزه کې هماغه لوري بریالي ګڼل شوي دي، چې د نورو له تجاربو یې ګټه اخېستې وي او پدې توګه یې خپل مسیر را لنډ کړی وي.
په عمومي محاوره کې اکثرا داسې اورو چې موږ په سلګونو کاله له پلاني هېواد څخه شاته پاتې یوو، که دقیقه ارزونه وکړو، نو دا کالونه راته ډېر بریښي؛ اما رښتیا خو داده چې یو هېواد له نورو څخه د سلو کلونو تجربې ځانته رالېږدوي او ورڅخه ګټه اخلي، نو ددې مانا هم داده چې ګواکې په سلګونو کلونو وړاندې تګ یې وکړ او دغه د پرمختګ لپاره یو نړېوال فورمول جوړ شوی دی.
اوس راځئ چې پدې هېنداره کې خپل ځانونه او خپل هېواد وګورو، چې موږ څومره په دغه تول پوره ختلي یوو؟
که خبره په هر لوري راتاوه شي بېخ یی په دې تمامېږي ، چې موږ هاغه بدقسمته قوم یوو، چې نه مو د نړېوالو له تجاربو ګټه پورته کړه او نه پخپلو کې یوې ګډې مفاهمې ته رسېږو! نه راته خپله ملي مسئله ملي ښکاره شوه او نه مو د نورو ملي مسایلو ته له چوپړه لاس واخېست! مشران مو را ته په باټو کې د سولې او رفاه خبرې کوي، مګر عملاً مو د منځنیو پیړیو د بربریت په جامه سمبال سړکونو ته راوباسي او د جګړې د بدمرغه فرهنګ تمثیلونه کوو. نه مو د غل او مل تمیز وکړای شو او نه مو د خپل او پردي او داسې په سلګونو نورې ناخوالې هم ورسره غاړه غړۍ لرو، پرته له بدقسمتۍ یې بل ډول نه شو تعبیرولای.
ددې ناخلفه صورتحال علل او انګېزې نن له هېچا پټې نه دي، د شرایطو څخه راپنځېدلي دردونه په هډ او پوست څکو ، په انساني عدالت مو ټوله نړۍ بې باوره شوې ده، دزرګونو کلونو څخه راپاتې لرغونی له ویاړونو ډک تاریخ مو د نړۍ د خورا پرېوتو قومونو پر وړاندې پیکه کړو او خپل ملي مشاهير مو نن پسمرګي خجالتونو سره لاس او ګرېوان کړي دي او…
ددغه راپېښو ننګونو څخه یو خور وور بازار جوړ شوی، چې یو لامل ته ګوته نیسو لس نور مو مخې ته راځي او د ستونزو په تشخیص کې یی راڅخه د اولیت او اولولیت مسئله ارغل درغل کړې ده.
موږ به کوښښ وکړو، چې د محور په راتلونکو ګڼو کې د هاغو عواملو څخه هم پرده پورته کړو چې په یوه نه یوه بڼه یی زموږ ملي یووالي او ملي هویت ته خطره پېښه کړې ده.
دلته یې دا ځل په یو علت غږېږو او هغه داچې زموږ په ټولنه کې له افرادو څخه احزاب ډېر دي او له احزابو څخه یې مشران ډېر دي او د مشرانو دغې تعدد او تشتت خبره په دې منتج کړې ده، چې نن مو له هر ګرېوانه څخه څو سرونه راوتلي دي او د هېواد د اصیلو بچیانو او هېواد پلورونکو ترمنځ تفکیک ستونزمن شوی دی.
په ډېرو مشرانو کې له هېواد د شلو قصابانو غوا جوړه شوې ده، چې هر څومره یې د سمون هڅې کېږي هومره نورې بدبختۍ رازیږوي.
یو مشهوره لنډۍ ده چې : د موزیګي شلیدلیه کټه – چې زه دې لنګه ټینګوم بازو دې ځينه!
یوه بدرنګه سیالي روانه ده او هر څوک کوښښ کوي چې د یو پردي سره ډيل او معامله وکړي او د هېواد په پلورلو کې ورته خپله سپین سترګي وښیي، ترڅو د بادارانو د باور وړ وګرځي او په دې توګه هر یو لګیا دی نورو ته په خدمت او وفادارۍ کې خپله راتلونکې لټوي، چې ددې کار بدترینه بڼه فرهنګي یرغل دی، چې د ایران د لاسپوڅو له خوا پر موږ تپل کېږي او زیار باسي څو د ایران کونسل ته ځان وفادار وښیي او په خپلو څلور لارو کې د ایراني ترمینالوژۍ تعمیم ته کار وکړي، څو د مریتابه د ثبوت لپاره ورته کابل نه، بلکې تهران ښکاره شي او مزار نه، بلکې قُم ښکاره شي !!!
بله خوا مسکو او تاجکستان او ورسره همنظره هېوادونه په قومي او توکمیزو نومونو د یو بل مقابلې ته هڅوي او موږ ورسره منلې ده، خپل ورور ته هم د نورو په ژبه تعریف لټو او دښمن ته هم.
چا مو جغرافیه او اوبو ته سترګې خړې کړي دي او چا مو تاریخ او هویت ته، چې په دې کې سعوديان او پاکستانیان تر ټولو بر لاس لري او دا نور لویدیز وال او اروپایان خو مو په مهذب نامه وژني چې تروریست دی او ترهګر دی؟؟؟
زموږ باور دی چې دا ډول هڅې د یوه ستر تاریخ پېژندلي قوم هویت نشي محوه کولی، بلکې همدومره به وکړای شي چې په دغو کثیفو هلو ځلو سره زموږ د برخلیک د غوړېدا بهیر ځنډنی کړي.
اوس هرڅه سپین صفا مالوم شوي دي او څوک نشي کولای چې د منډوي د دلالانو په شان غاښ وتلي غوایان راباندې د تنکیو خوسکیو په نامه وپلوري، مګر دا کار ورته ځکه شونی شوی چې زموږ د مشرانو ارادې او ضمایر یې رانه اخېستي دي او دې تشې ټول په سیند ورګډ کړي یوو، خو دا موسم هم تېرېدونکی دی، ځکه خلک تنګ شوي او متل دی چې تنګ شي، نو په جنګ شي… نو امید شته چې اخر به همدا د خیال پلو سیلاب وړي ولسونه پخپله یو ملي حل ته اړ شي، ځکه مشران خو یې په نورو او تورو لارو روان شول او په تورو لارو ترپایه مزل ورسره د هېچا د وس او توان خبره او کار نه دی.