وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ پاکستان تر سخت فشا لاندې راوست، دا هیواد یې اړ کړ چې یا له امریکا سره مشارکت (پارټنرشیپ) وغځوي او یا یې هم سیالانو ته د ملګرتیا لاس ورکړي.
پاکستان اوس له هغه هیواد سره هم د امریکا پر ضد اړیکې ښې کړي چې کلونه یې په افغانستان کې پر وړاندې وسلوالې ډلې تجهیز کړي او مات یې کړ، دا هیواد روسیه ده چې پاکستان ورسره اړیکې دومره نږدې کړې چې ګډ پوځي تمرینات یې هم ورسره وکړل.
له چین سره له اوله د پاکستان اړیکې ښې وې، خو اوس یې نورې هم پراخې کړي او تازه یې ورسره د سي پک په نوم د ۵۷ میلیارده ډالرو پروژه هم لاسلیک کړې چې زیاته اقتصادي ګټه یې پاکستان ته رسیږي.
پاکستان په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو له دوو غټو سیالانو روسیي او چین سره د اړیکو نږدې کول غواړي او موخه یې دا ښودل کیږي چې د امریکا بدیل واوسي او فشارونه پرې اغېز ونه کړي.
پاکستان وړاندې په سیمه کې د امریکا مهم متحده بلل کېده او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له ترهګریزو بریدونو وروسته په افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې رانسکور کړ، اسلام اباد د امریکا لاسنیوی وکړ.
افغانستان ته د امریکایي ځواکونو په راتګ کې ښکاره پاکستان زیاته مرسته وکړه او د کراچۍ له بندر د متحده ایالاتو پوځي تجهیزات راوړل پیل شول او حتی دلته یې د طالبانو موخې له هماغه ځایه په نښه کولې.
د طالبانو د رژیم له نسکوریدو راوروسته طالبانو او حقاني شبکې د افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ د ناټو ائتلاف پر ضد بریدونه پیل کړل چې جګړه یې اوس هم روانه ده.
په ځلونو امریکایي او افغان چارواکو کره شواهد وړاندې کړل چې پاکستان د وسلوالو ډلو په ځانګړي ډول د حقاني شبکې ملاتړ کوي او استخباراتي شبکه (آی ایس ای) یې افغانستان کې د بریدونو په تنظیم او تر سره کیدو کې مخامخ همکاري کوي..
اوس د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسني حکومت دریځ د پاکستان پر وړاندې سخت ښکاري او داسې برېښي چې متحده ایالاتو په پاکستان نور باور نه لري، ځکه خو یې سږ کال ۲۵۰ میلیونه ډالره کلنۍ مرسته هم پرې وځنډوله.
پاکستان په ځلونو ژمنې وکړې چې ترهګرو ډلو ته به نور پناه ځایونه نه ورکوي او پر ضد به یې اقدام کوي، خو نه یوازې دا چې دا ژمنې یوازې د غولېدو لوبه وه، بلکې ویل کیږي چې د امریکا له لورې ورکړې ۳۳ میلیارده ډالره یې هم د ترهګرو ډلو په پیاوړتیا مصرف کړي.
له تېرو شپاړسو کلونو راهیسي امریکایي چارواکو پاکستان ملامتاوه چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او افغانستان کې پرې د امریکا ګټې ګواښي، خو عملي ګام یې پر وړاندې نه پورته کېده.
له دې ښکاري چې پاکستان به هیڅ وخت د ترهګرو ډلو او په خاص ډول د حقاني شبکې پر ضد اقدام ونه کړي..
پاکستان لپاره به هم سخته وي چې غرب او هم شرق سره دې اړیکې ولري.
په نوې امنیتي پالسۍ کې امریکا روسیه او چین خپل سیالان بللي دي، اوس هم امریکا ته سخته ده، چې پاکستان سره د تل لپاره مخه ښه وکړي او هم پاکستان لپاره سخته ده ،چې د روس او چین سره د امریکا پرضد لاس یو کړي.