سید احمدشاه ارغندابی انګار

سید احمدشاه ارغندابی انګار-

مشروعیتlegitimacy  به لومړي سرکې دا معنی درلوده چي ذیحق او مشروع پاچا یا ملکه د مشروع زیږیدنی له امله پر تخت ناست دی. له منځنیو پېړیو راپه دې خوا، دا اصطلاح په داسي معنی پراخه سوې ده چي نه یوازي د حکمروایۍ حقوقي حق بلکې د واکمنۍ سایکالوجیکي حق هم په ځان کي رانغاړي. اوس مشروعیت د خلکو پر یو داسي فکري روش او رفتار باندي اطلاق کوي چي د حکومت سلطه مشروعت لري. دا روش په ځینو هیوادونو کي قوي وي او په ځینو کي کمزوري. د امریکا په متحده ایالاتو کي مشروعیت پوره لوړ دئ، هتی هغه امریکایان چي د امریکا حکومت يي چنداني خوښ هم نه دئ، هم د حکومت اطاعت کوي ، دوي حتي مالیات چي خوښ یی نه دي تادیه کوي.

د مشروعیت ښه معیار دادي چي څومره پولیس وجود لري، د سویډن او ناروې په شان هیوادونو کي د لږو پولیسو موجودیت دا څرکندوي چي ډېر لږ تهدید او اجبار ته اړتیا لیدله  کیږي. یعنی د مشروعیت درجه لوړه ده. په شمالي کوریا، عراق او افغانستان کي د ډیرو پولیسو موجودیت دا معني ورکوي چي تهدید  ته اړتیا سته یعنی د مشروعیت درجه  ډیره ټیټه ده، ځکه خلک د حکومت اطاعت نه کوي، او نظام خپل نه ګڼي، قانون خپل په ګټه نه بولي او خپل استازیتوب په نظام کي نه وي. بیا نو حکومت په هر کوڅه کي پولیس دروي چي تهدید کم کړي، چي دا کار ګټه نه لری او تهدید نور هم ډیروي . او دا اهله کسانو ګمارل  په حکومت کي بیا نور مشروعت د بحران خوا ته بیایی.

کله چي مشروعیت کمزوري وي، لږ خلګ د مالیاتو په ورکولو او د قانون به اطاعت ځانونه مکلف بولي ځکه دوی خپله حکومت د ناوړتیا او بي اعتبارۍ په سترګو ګوري باخره ، د پراخي او عمومي نافرمانۍ امکان رامنځته کیږي ، لکه اوس چي يي موږ په خپل هیواد کي وینو. بې له مشروعیته حکومتونه بې اثره دي. یو حکومت پر څو لارو مشروعیت  لاسته راوړي. په ډېر ابتدايي سطحه کي ، حکومت باید امنیت تامین کړي او قانونو تر ټولو مخکي پر ځان تطبیق کړي، څو خلک ځانونه مسؤن احساس کړي. ډیر عراقیان شکایت کوي چی د صدام حسین که هر څومره بد و، مګر د ده به وخت کي موږ په ښار کي ګرځېدلای سوای، لکه هابس چي وایي د امنیت نشتوالي یعني د مشروعیت نشتوالی. له  امنیت سره  د قانون حکومت هم تړلی دئ . ددې شیانو په لرلو سره رژیمونه مشروعیت مومي، د  ډیر وخت لپاره د یو رژيم موجودیت هم مشروعیت ته وده ورکوي.

خلګ  په عمومی صورت هغو حکومتونو یا نظامونو ته احترام لري چی له تاسیس څخه یي ډیر وخت تېر سوي وي. داسي نه لکه افغانستان چي د هر حکومت په راتګ سره د زاړه نظام ټول بنسټونه له منځه وړي او نوي شیان له سره جوړ وي. او قانون هم هغه وخت په خلکو چي د کلتور په شکل ګرځی چي پایداره وي چي دا  یو د قانون اصل دي. او کله چي قانون په خلکو کي په کلتور بدل سوي بیا نظام  خپله مشروعیت پیدا کوي او حکومت ته بیا اړتیا نه وي چي د فشار څخه کار واخلی. دا چي د مریکا اساسي قانون تر  دوو پېړیو زیات عمر لري د امریکا حکومت ته  مشروعیت ور بخښي . خو افغانستان په ۹۰ کلونو کي تقریباً لس اساسي قوانین جوړ کړي او اوس هم داسي کسان سته چي د اوسني اساسي قانون تعدیل غوښتونکي دي، دا ډول کارونه د نظامونو مشروعیت راټیټ وي او بحران  او  بی ثباتي په نظام  کي را ولي. نوي حکومتونه لړزانده مشروعیت لري ، خلک لږ او یا هم هیڅ احترام نه ورته لري، لکه افغانستان چي خپل دولتي چارواکی هم ځان د قانون تابع نه بولي او قانون پر ځان نه پلي کوي.

یو حکومت د ښه حکومت کولو له لاري هم  مشروعیت تر لاسه کوي. اقتصادي پرمختګ او د  کارونو برابرول چي خلک خپلو کورنیو ته  ډوډۍ برابره  کړای سي، مشروعیت منځته راوړيږ د لودیځ المان حکومت چي تر دوهمي نړیوالي جګړي وروسته تاسیس سو. په لومړي سر کي دیر لږ مشروعیت درلود. مګر د سالمو سیاست مدارانو د سالمو اقتصادي پالیسیو په نتیجه کي، د بن حکمت په تدریج سره مشروعیت تر لاسه کړ. د حکومت جوړښت هم له مشروعیت سره مرسته کوي، که خلک داسي احساس وکړي چي د حکومت په جوړښت کي يي مناسبه نماینده ګي سوې ده . د حکومت اطاعت کولو امکان یي ډیر دي ، بلاخره حکومتونه خپل مشروعیت د ملي سمبولونو له لاري ټینګوي . بیرغ ، تاریخي یادوګارونه ، وطن پالونکي رسم ګذشتونه ، تاونده نطقونه خکل د حکومت پر مشروعیت او اطاعت کولو قانع کوي.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *