تاند- وروسته له دې چې امریکا پاکستان ته نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرسیته ودروله، اسلام اباد له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي.

یوه پاکستاني چارواکي فینشل ټایمز ورځپاڼې ته وویل«په استخباراتي معلوماتو کې له افغانستانه د مشکوکو کسانو له راتکه رانیولې، چې زموږ ځواکونه یې نیسي، زموږ تر استخباراتي مکیانیزم پورې یو لړ همکارۍ شاملېږي چې اوس درول شوي دي.»

ده په عین حال کې وویل چې پاکستان تراوسه پورې لا ځینې اقدامات نه دي کړي چې په هغو کې یو هم د ناټو له لوري د اکمالاتو لپاره د پاکستان د خاورې د استعمالولو مخنیوی دی.

د فیننشل ټایمز د راپور له مخې، امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالولو لپاره یې متبادلې لارې موندلي خو دا مني چې نورې لارې د پاکستان د لارو هومره لنډې نه دي.

ځینې لارې پر هغو هیوادونو سپرې دي چې له روسیې سره نژدې اړیکې لري.

او دا په داسې حال کې ده چې امریکا افغانستان ته له ۵۰۰ تر ۷۰۰ نور پوځیان لېږي. دا پوځیان په افغانستان کې د موجودو پوځیانو پر ځای نه لېږل کېږي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر له امریکا سره همکاري ضروري بولي

له بلې خوا په واشنګټن کې د پاکستان سفیر عزیز چودري د جمعې په ورځ /جنوري ۱۲/ وویل چې د امریکا او پاکستان ترمنځ همکاري په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره نهايي ضروري ده.

ده وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلاف د هیڅ یوه په ګټه نه ده.

چودري په یوه مرکه کې همداراز وویل«پاکستان او د امریکا متحد ایالتونه ورته هدف لري چې هغه په افغانستان کې سوله او ثبات دی.»

له کله چې امریکا پر پاکستان د مرستو د بندولو اعلان کړی، اسلام اباد له پټکو، د لارو بندولو، د استخباراتي معلوماتو د نه شریکولو او ګڼو نورو حربو څخه کار اخیستی څو پر امریکا د خپل دریځ د بدلولو لپاره کار واخلي.

چودري دا هم وویل چې د ولسمشر ټرمپ د جنورۍ د لومړۍ نېټې ټویټ (ټویټري پیغام) پاکستانیان حیران کړل.

د ښاغلي چودري په باور د ولسمشر ټرمپ له لوري دا پیغام، چې امریکا پاکستان ته په تېرو ۱۶ کلونو کې ۳۳ ملیارد ډالره ورکړل خو پاکستان یې په مقابل کې له دروغو پرته بل څه ورنه کړل او ترهګر یې په خپله غېږه کې وپالل، د پاکستانیانو لپاره حیرانوونکي خبره وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *